د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچاخان ښوونځي مالي ستونزې لرې


'تعليم د هر ماشوم بنيادي حق دی'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:33 0:00

'تعليم د هر ماشوم بنيادي حق دی'

د باچاخان اېجوکېشن فاونډېشن تر سېوري لاندې دا وخت د خېبرپښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پينځلس باچاخان سکولونه کار کوي. د دې ښوونځيو د لړۍ پېل په ۲۰۰۷م کې د چارسدې او پېښور نه شوي وو د کوم مقصد چې د خدايي خدمتګارو د تعليم په ذريعه د ټولنې د تربيې هغه لړۍ يو وارې بيا پېلول وو چې په شلمه پېړۍ کې باچاخان او د هغه ملګرو شروع کړې وه.

د باچاخان اېجوکېشن فاونډېشن مشر ډاکټرخادم حسېن د دې ستونزو په اړه وايي چې په ۲۰۰۳م کې د باچاخان سکولونو په سوچ کار شروع کړی شوی وو کوم چې څلور کاله پس عملي شو. د دې مالي مرستې زياتره بهرنۍ ادارو کوله خو اوس دوي غواړي چې په ځايي کچ دا ضرورتونه پوره کړي.

د ده په وينا چې لږه ذمه واري به په مور پلار اچوي بله دا چې هره ضلع کې به ۳۰۰ داسې کسان لټوي چې ۱۰۰۰ روپۍ مياشت مالي مرستې کولې شي، هغه که په يو ځل وي او که هره مياشت ۱۰۰۰ روپۍ ورکوي.

د ډاکټرخادم حسېن ترمخه درېمه لار په هر باچاخان سکول کې يوه دستوره کوي چې پکې له خلکو مالي مرستې (د وس تر حده) غوښتل کېږې. هم دا راز څلورمه لار بهرني په تعليم ميين پښتانه دي چې هغوي ته هم دوي دا پېغام ورسوي او چې څومره هغوي د ماشومانو د تعليم لپاره مرستې کولې شي.

د خدايي خدمتګار تحريک په وختونو کې د ازادو مدرسو يا سکولونو شمېر تر ۱۳۴ وو د کوم د مالي ضرورتونو پوره کولو لپاره چې په مقامي کچ انجمن جوړ کړل شوي وو خو اوس په خېبر پښتونخوا کې کار کوونکي ۱۵ باچاخان سکولونه د مالي ستونزو سره مخ دي.

ډاکټرخادم حسېن وايي چې دوي په ځايي کچ د ضرورتونو پوره کولو په منصوبه له تېرو شپږو مياشتو کار پېل کړی دی او د خلکو له خوا هم مثبت غبرګون راروان دی.

نوموړي زياته کړه چې باچاخان اېجوکېشن فاونډېشن د کوم سياسي ګوند سره تړون نه لري او نه دا د يو ګوند سره تړل پکار دي ځکه چې يواځې د تعليم په برخه کې د ټولنې خدمت کوي.

د باچاخان او د هغه د خدايي خدمتګار تحريک غړو په خپل وخت کې هم دا رنګ ازاد سکولونه جوړ کړي وو چې شمېر يې تر ۱۳۴ ښودل کېږي.

د دغه ښوونځيو مالي انتظام به څنګه کېدو؟

د عبدالولي خان پوهنتون ښوونکی او څېړونکی ډاکټرسهېل وايي چې کله په ۱۹۲۱م کې دا ښوونځي پرانستل شو نو دوه انجمنې يو په مرکزي او بل په مقامي کچ جوړې کړې شوې څوک چې د دې ښونځيو د مالي انتظام ذمه وار وو. زياتره چې څومره مالي ضرورتونه وو نو هغه به ځايي انجمن پوره کولو او که ضرورت به وو نو مرکزي انجمن به هم مرستې کولې. خو نوموړی وايي چې په هغه وخت کې ځايي خلکو خپل کورونه او خپلې حجرې د دې غرض لپاره ورکړې وې يعنې د ودانيو کرايانې نه وې لکه چې اوس ورکول کېږي.

ډاکټرسهېل وايي چې وړاندې يې هم تجويز ورکړی وو او بيا هم ورکوي چې د هر هغه کلي لپاره چرته چې دغه سکول موجود وي، ځان له يو تنظيم جوړ کړل شي او د دغه سکول د مالي ضرورتونو ذمه واري هم دغه انجمن يا تنظيم غړو ته ورکړل شي نو دا به ډېر په اسانه توګه مخ پر وړاندې لاړ شي.

د باچاخان اېجوکېشن فاونډېشن د سېوري لاندې دا وخت په ټوله صوبه کې ۱۵ سکولونه موجود دي او د ډاکټرخادم حسېن په وينا چې په دې سکولونو کې ۳۰۰ ښوونکي کار کوي او شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي دي چې په ويړيا زده کړې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG