د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د باچا خان مزار د پښتون یووالي علامت دی: حیات روغاني


له خیبر پښتونخوا څخه يو شمېر لیکوال او فرهنګيان د باچا خان مزار ورغلي او د هغه روح ته يې دعا وکړه.
له خیبر پښتونخوا څخه يو شمېر لیکوال او فرهنګيان د باچا خان مزار ورغلي او د هغه روح ته يې دعا وکړه.

له خیبر پښتونخوا څخه يو شمېر لیکوال او فرهنګيان افغانستان ته ورغلي ول او په جلال اباد کې يې د خدايي خدمتګار تحریک د باني او عدم تشدد لاروي په مزار د جوړې شوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه او د هغه روح ته يې دعا وکړه.

له ۳۰ کلن ځنډ وروسته کابو درې میاشتې وړاندې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) په مزار افغان دولت یوه اساسي ودانۍ جوړه کړه چې دا ودانۍ اوس د عدم تشدد د لارویانو په فکري مرکز اوښتې.

پر ننګرهار مېشتو فرهنګيانو سربېره چې د افغانستان د نورو ولایتونو او خیبر پښتونخوا څخه څوک هم جلال اباد ته راځي، د دې ودانۍ نه لیدنه کوي او د فخر افغان باچا خان روح ته دعا کوي.

د اکتوبر په دولسمه نېټه د خیبر پښتونخوا څخه یو شمېر لیکوال او فرهنګيان جلال اباد ته راغلي ول او د یو شمېر ننګرهار مېشتو فرهنګيانو په ملتیا يې د دې ودانۍ څخه يې لیدنه وکړه.

د ولي پوهنتون استاد ډاکټر ظفر بخشالي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د ټولو پښتنو دا ارمان و چې د فخر افغان باچا خان مزار په اساسي بڼه جوړ شي. نوموړي واي، "د لر او بر د دواړو طرفونو دا یو هدف و چې زموږ د بابا مزار دې په یو عالي سویې سره جوړ شي. خوشحاله یوو چې دغه مزار نن تکمیل ته ورسېدو. خدای دې وکړي چې په دې خیطه کې امن راشي، زموږ دا تګ راتګ زیات شي، زموږ فرهنګي روابط دوام ومومي، دا یو ډېر مثبت پېغام دی چې سړې خپلې پښتنې خاورې ته راشي، د خپلوۍ احساس ورته کېږي او داسې ځان نه ګڼي چې ګوندې مېلمه دی."

لیکوال او کره کتوونکي حیات روغاني فخر افغان باچاخان د ټولو پښتنو د یووالي علامت وګاڼه. دی زیاتوي، "موږ چې په یووشتمه پېړۍ کې ځان دنیا ته ورمعرفي کوو، نو موږ سره يو علامت دی او هغه علامت دی فخرافغان، باچا خان د سولې د مبارزې علامت دی، د جيلونو نه راتېر شوی علامت دی، په جلال اباد کې د هغه د دفن دا فیصله د دې خبرې وضاحت دی چې موږ اوبه یوو، نه شوو بېلېدلی. دا د پښتون د یووالي یو لوی پېغام دی."

د باچا خان د مزار نوې وداني
د باچا خان د مزار نوې وداني

مدني فعال او فرهنګپال شریف الله ناصري مشال راډيو ته وویل، د باچا خان په مزار د ودانۍ جوړېدلو سره د هغه فکر یو ځل بیا راژوندی شوی دی.

نوموړي وايي:"د باچا خان بابا مزار او کمپلکس چې اوس په بشپړ ډول جوړ شوی دی، نه یوازې دا چې د برنیو فرهنګيانو، سیاستوالو او د بابا د فکر د مینه والو لپاره د تفکر د ارقاع ذریعه ده، بلکې له کوزې پښتونخوا نه هم ورته د هغه د فکر لارویان راځي. د بابا فکر يو ځل بیا څلې ژوند پیل کړی."

د ننګرهار چارواکي وايي چې په نېږدې راتلوونکي کې به افغان ولسمشر د فخر افغان باچاخان د ودانۍ پرانسته په رسمي ټوګه کوي چې له خیبر پښتونخوا څخه به هم ورته د هغه د کورنۍ د شمېر غړو په ګډون د هغه د فکر لارویان رابلي.

فخر افغان باچا خان په ۱۸۹۳ ز کال د اوسني خیبر پښتونخوا په اشتنغر کې زیږېدلی و او د ۱۹۸۸ ز کال د جنورۍ پر ۲۰ نېټه پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی و.

XS
SM
MD
LG