د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان تعلیمي ادارو کې د پښتونخوا زده کوونکي


کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

د افغانستان حکومت وایي دوی هر کال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو زده کونکیو لپاره ۱۰۴ سکالرشپونه لري او د زده کړو ټوله خرچه دوی پرېکوي.

د سپټمبر پر ۲۲ له خیبر پښتونخوا نه ۱۷۵ زده کونکي ننګر هار، خوست، پکتیکا او پکتیا ته ولاړل چې هلته به د اکتوبر په میاشت کې د کانکور ازموینه یا ټسټ ورکوي او له دغې وروسته به ورته داخلې ورکول کیږي او داسې ګڼ نور له بلوچستانه کندهار ته رسیدلې دي.

په پېښور کې د باچا خان اېجوکېشنل فاونډېشن مشر ډاکټر سهېل خان د سپټمبر پر ۲۳ مشال راډیو ته وویل چې په دغو ۱۷۵ زده کونکیو کې زیاتره د قبایلي ضلعو نه وو. ډاکټر سهېل خان وویل دوی په افغان تعلیمي ادارو کې د داخلو اخېستلو په اړه له زده کونکیو سره مالومات شریک کړي دي.

نوموړی وایي دا ۱۷۵ زده کونکي دا وخت په افغان تعلیمي ادارو کې د ۲۲ چوکیو لپاره تللی دي، په دغو ۲۲ کې شپږ د اېم ډي (طب) شپږ د انجينیرنګ، شپږ د فارمېسي او څلور به د ادبیاتو او په ژورنالزم کې د داخلو ټسټونه ورکوي. ډاکټر سهېل خان وایي زیاتره خلک د افغانستان د اېم ډي پروګرام نه خبر دي او د نورو مضامینو د وظیفو په اړه مالومات نه لري.

بلخوا د افغانستان د قامونو او سرحدونو چارو وزارت چې د دغو زده کونکیو سره هلته مرسته کوي، یو چارواکی محمد یعقوب احمدزی یې د سپټمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، دا وخت د افغانستان مختلفو سیمو ته له بلوچستانه او خیبر پښتونخوا نه ګڼ زده کونکي ورغلي دي،چې پکې نجونې هم دي او دوی ورله د رهایش او خوراک ټول انتظامات کړي دي. نوموړی وایي افغان حکومت هر کال د پاکستان د پښتنو زده کونکیو لپاره ۱۰۴ سکالرشپونه ورکوي. احمد زی وایي د ټسټ لپاره هر کال په سلګونه زدهکونکي ورځي،خو افغان حکومت یوازې ۱۰۴ زده کونکیو لپاره وظیفې لري او سلګونه نور په مختلفو ادارو کې په خپله خرچه تعلیمونه کوي.

د احمدزي په خبره دوی به د خیبر پښتونخوا او بلوچستان زدهکونکي په ننګرهار پوهنتون، د خوست په شیخ زاید پوهنتون او د کندهار په پوهنتون کې ځایوي.

د شیخ زاید پوهنتون رییس حسین ګل اریوبي د سپټمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل دا وخت له دوی سره د کوزې پښتونخوا نه ۳۲ ذده کونکي په شیخ زاید کې په زده کړو بوخت دي. په دغو ۳۲ کې ۲۸ په طب کې دي او څلور په انجینیرنګ کې دي. نوموړی وایي په تېر شوي کال کې یو زده کونکی د انجینیرینګ نه فارغه شوی، او تر اووه یا اتو پورې زده کونکي به سږکال د طب د اېم ډي ذده کړې پوره کړي او خپلې ډګریانې به واخلي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون
د خوست شیخ زاید پوهنتون

حسېن ګل دا هم وایي د دغو ټولو ۳۲ زده کونکیو خرچه سرکاري ده او د پوهنتون انتظامیې د خیبر پښتونخوا د زده کونکیو لپاره د هاسټلو ځانګړی بندوبست کړی دی، دوی ته یې ټول سهولتونه ورکړي دي. د نوموړي په خبره په ۱۳۹۳م کال کې په لومړي وار د شیخ زاید د طب څانګې ته د قبایلو زده کونکي معرفي شول.

د طب اېم ډي ډګري

په افغانستان کې د طب ډګرۍ ته اېم ډي (MD) ویل کیږي. دا اووه کاله وي او د طب ماسټر ډګري وي. په پاکستان کې داسې ګڼ ډاکټران دي چې له افغانستانه یې د اېم ډي ډګریانې ترلاسه کړي، او بیا په پاکستان او یا نورو هېوادونو کې کار کوي. داسې یو ډاکټر د صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکی ډاکټر بشیر خان هم دی. ډاکټر بشیر خان د ماشومانو سپېشلسټ دی، چې په مسقط کې یې هم کار کړی دی او اوس په صوابۍ کې خپل کلینک لري.

نوموړي د سپټمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل د ننګرهار د طب په پوهنځي کې یې اووه کاله زده کړې کړي دي، او اېم ډي ډګري لري. نوموړي دا هم وایي، د افغانستان د طب پوهنځیو نه فارغه شوي ډاکټران د پاکستان په یوشمېر سیمو کې په ډېرو ښو ښو چوکیو کارونه کوي.

ډاکټر بشیر خان وایي د ننګرهار د طب پوهنځي ډېر ښایسته یادونه لري او هلته یې ډېر ښکلی وخت تېر کړی دې.

د افغانستان د قامونو او سرحدونو چارو وزارت چارواکی محمد یعقوب احمدزی دا هم وایي سږ کال زدهکونکیو ته د تورخم او چمن سرحدي لارو د بندېدو له وجې ډېر مشکلات ول، د نوموړي په خبره پر لاره د مشکلانو نه علاوه زدهکونکیو ته په افغانستان کې نور هیڅ مشکلات نشته، ځکه چې دوی یې ټول انتظامات کړي دي.

د پاکستان او افغانستان پر سرحدي لارو د کورونا وایرس له وجې لا هم خلکو ته په تګ راتګ کې مشکلات دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې وخت په وخت د مختلفو امنیتي مسلو له وجې هم بندې شوي دي.

د تعلیمي چار کارپوه او د چارسدې د باچاخان پوهنتون پخوانی وایس چانسلر ډاکټر فضل رحیم مروت د سپټمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل دا یو ډېر ښه ګام دې چې د افغانستان حکومت یې هر کال پورته کوي. نوموړی وایي د طالبانو د واکمنۍ پر وخت دا پروګرام د څه مودې لپاره درېدلی وو خو وروسته د ولسمشر حامد کرزي په دور کې بیا پيل شو. او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د زده کونکیو په افغان تعلیمي ادارو کيبورډ یا زده کړې بیا پيل شوې.

نوموړی وایي له دې سره د دواړو خواو ولسونه له یو بل له حالاتو نه هم خبرېږي، او ترمنځ یې کرکه ختمېږي. نوموړی وایي افغان حکومت دغو زده کونکیو ته پوره سهولتونه ورکوي نو باید چې ستاینه یې وشي. ډاکټر فضل رحیم دا هم وایي اوس هم زموږ په سیمو کې خلک یوازې د افغان حکومت د ایم ډي پروګرام نه خبر دي، ځکه چې زیاتره زده کونکي په طبي زده کړو کې خوښي لري، او د نورو وظیفو په اړه پوره مالومات نه لري.

بلخوا د شیخ زاید پوهنتون رییس حسېن ګل اریوبی وایي باید د دواړو خواو د پوهنتونونو انتظامیې دې د زدهکونکیو د تبادلو پروګرامونه فعاله کړي او په نورو روزنیز پروګرامونو، سیمینارونو او د زده کړو د لږې مودې په کورسونو کې دې د زدهکونکیو د تبادلو پروګرام فعاله کړي.

XS
SM
MD
LG