د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هزارې پوهنتون انتظامیه دې د جامو او سینګار په باب خپله پرېکړه بیرته واخلي: زده کوونکي


د پوهنتون پر دې پرېکړه ځینو زده کوونکو د خپګان او ځینو بیا د خوشالۍ څرګندونه کړې ده. ارشیف- انځور
د پوهنتون پر دې پرېکړه ځینو زده کوونکو د خپګان او ځینو بیا د خوشالۍ څرګندونه کړې ده. ارشیف- انځور

د خېبر پښتونخوا د هزارې پوهنتون انتظامیې ویلي چې نجونه دې په پوهنتون کې د سینګار نه کولو سره سره لنډې تنګې جامې او جینز نه اغوندي او هلکان دې د سنګار توکیو نه کارولو ترڅنګ ګډوډ ږیره نه جوړوي او ویښتان دې نه لویوي.

د پوهنتون ویاند شاهد رباني د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د جامو او سنګارېدو دا اقدام به راتلونکې میاشت د پوهنتون له خلاصېدو سره عملي کېږي خو دا کار جبري نه دی.

"هلکان دې په څپلیو کې نه راځي، ویښتان دې نه لویوي، جینز یې باید شلیدلې نه وي بلکې مهذبه جامې دې اغوندي. نجونه دې زیات میک اپ نه کوي، ګران پرسونه او کالي دې نه راوړي او جینز دې نه اغوندي. دا اقدام یوازې د زده کوونکو لپاره نه دی بلکې د پوهنتون ټولو کارکوونکیو لپاره هم دی. دا اقدام موږ د نفاست او د زده کوونکو ترمنځ د سینګار د مقابلې او د بې وزله زدهکونکو د احساس کمترۍ ختمولو لپاره کړی دی. خو موږ دا نه دي ویلي چې دا اقدام جبري دی بلکې دا وایو چې په ښه جامه کې خلک راشي."

که څه هم شاهد رباني وايي چې د جامو او سینګار لپاره اقدامات د پوهنتون د استادانو او نورو کارکونکیو لپاره هم دی خو د هزارې پوهنتون لخوا مشال راډیو ته په ترلاسه شوي نوټیفیکیشن کې د استادانو لپاره یوازې د لنډ یا شلیدلې جینز، څپلیو او د سنګار توکیو نه کارولو ذکر شوی.

په نوټیفیکیشن کې د نجونو زده کونکیو لپاره ویل شوي چې هغوی به برقعه یا ابایه اچوي، سکارف او لوپټه به پر سروي، قمیص پرتوګ به اغوندي خو د جینز، تنګو جامو، لنډ قمیصونو، زیات میک اپ، سنګار توکیو او له درنو پرسونو راوړو منع دي.

د هلکانو لپاره بیا په نوټیفیکیشن کې ویل شوي چې هغوی به د جینز پرځای پتلون اغوندي، بوټان به یې سره د موزو/ جرابو په پښو کړې وي، پرتوګ قمیص به یې له واسکټ سره اغوستی وي خو د لنډ او شلیدلې جینز، چپلو، والیو، بنګړیو یا نور سنګار توکیو، ګډې وډې ږیرې اوله لویو ویښتانږ جوړولو به منع وي.

د پوهنتون پر دې پرېکړه ځینو زده کوونکو خپګان او ځینو بیا خوشالۍ څرګنده کړې ده.

په هزاره پوهنتون کې د قبایلي زده کوونکو د تنظیم یوه مشرې بشرا مسود مشال راډیو ته وویل چې پوهنتون له پکار وه چې د جامو او سینګار په اړه د نوو اقداماتو پرځای یې د ټولو لپاره د یو ډول جامو یا یونیفارم اغوستو پرېکړه کړې وې نو ټولو ته به د منلو وړ وه.

"د سیمې ( هزارې) خلکو پر دې خبرو اعتراض هم وو. دا د هرې ښځې خپله خوښه ده چې هغه میک اپ کوي او که نه او څنګه جامې اغوندي. که کورنۍ پرې اعتراض نه لري نو بل انسان ته دا حق نه شته چې هغه څوک یوې جامې ته مجبوره کړي."

د هزارې پوهنتون یو زده کوونکی ساجد وايي چې د پوهنتون ګڼ قابله هلکان د نوي فیشن کولو شوق لري او پر زده کړو یې د سینګار له وجې هېڅ بد اثر نه دی لیدل شوی.

"زموږه ازادي او حق تر پښو لاندې کوي. پوهنتون ته جینکۍ ښه په پرده کې راځي. هزارې یونیورسټۍ ته اکثره غریب خلک ورځي نو چې اوس ورته د سپینو جامو اغوستو، تور بوټ او واسکټ خبرې کېږي نو دا خو ګرانه ده. د هغه بې وزله زده کونکو د بوټ وس نه رسي نو ځکه به یونیورسټۍ ته په څپلیو کې ځي."

یوې زده کوونکې مقدسې ماه نور مشال راډیو ته وویل چې کالي او سینګار د هر انسان خوښه ده او باید د دې پرځای د زده کوونکو نورو مسلو ته پام وکړل شي.

هغه وايي، د پوهنتون انتظامیه د دې اقدام له لارې جنسي ځورونې ختمول غواړي خو دا هر څه د انسان جامې نه بلکې کردار پورې اړه لري.

"ما پخپله جینز اغوستی وي، لوپټه مې پر سر وي او څادر مې پر اوږو اچولی وي. زه ښه فیشن کې راځم، زه په داسې جامه کې زیاته په ارامه یمه. ځینې جینکۍ په ابایا کې خوشاله وي او ځینې بیا په جینز کې ښه احساسوي. په جامه څوک ښه او بد نه جوړېږي. میک اپ یا سینګار سره انسان نور ښایسته ښکاري. هره جینۍ په خپل عزت او ځان ښه پوهېږي."

د پوهنتون یو بل زده کونکی فاروق بیا د انتظامیې د جامو او سنګار په اړه پرېکړه ستايي او وايي چې باید په پوهنتون کې د سیمې د کلتور او مذهب مطابق اقدامات وشي.

"زما خپل ویښته هم لویې دي. لویې ويښته خو خیر دی خو شاته پکې دا ربن بد ښکاري. هلکانو له نه ده پکار چې جینز واغوندي ځکه د پښتو ملک دی او موږ مسلمانان یو."

د هزارې پوهنتون د ارکیټیکچر څانګې مشر میر ولي شاه وايي چې استادانو ته د جامو او سینګار په اړه په نوو اقدامانو خوشاله دي.

هغه زیاتوي، باید دا طریقه کار په نورو پوهنتونونو کې هم عملي شي.

خو بیا څیړونکې او په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو استاده نورین نصیر مشال راډیو ته وویل چې د پوهنتون کار زده کړې ورکول دي او له داسې اقداماتو سره به په زده کونکو کې د غوسې او خپګان راپارېدو ترڅنګ تقسیم هم پیدا شي.

"سرکاري پوهنتونو کې دومره مالداره زده کونکي نه وي. چیرته چې بحثونه ختم شي نو هلته داسې موضوعات راپورته کېږي. باید دا مسلې راپورته شي چې موږ سره د پي اېچ ډي او څیړونو زده کونکي شته او که نه. د هغه ږیره وړه ده یا لویه ده، برقعه یې اچولې او که لوپټه، دا د استاد کار نه دی."

د هزارې پوهنتون انتظامیه وايي چې دا اقدام یې د خېبر پښتونخوا د ګورنر په امر کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ او د تحریک انصاف ګوند غړې عایشه بانو مشال راډیو ته وویل چې ګورنر پوهنتونونو ته د جامو او سینګار په اړه د اقداماتو هدایات د بې وزله زده کوونکو د احساس کمترۍ مخنیوي، د زده کونکیو صفايۍ، د پوهنتون د اصولونو خیال ساتلو او زده کړو ته زیات پام کولو لپاره ورکړی وو خو داسې څرګندېږې چې پوهنتونونو په هغو هدایاتو کې بدلون کړی ځکه پرې ځینې زده کونکي خپه دي.

د هزارې پوهنتون انتظا میه وايي چې دا پوهنتون په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شوی وو او پکې د پاکستان د بېلا بېلو سیمو له ۱۰ زره زیات زده کونکي دي.

XS
SM
MD
LG