د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې د ناامنۍ ضد لاریون شوی دی


د لاریون ګډونوالو وویل چې په لکي مروت کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی - د اکتوبر ۱۶مې انځور.
د لاریون ګډونوالو وویل چې په لکي مروت کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی - د اکتوبر ۱۶مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې لسګونه کسانو د ناامنۍ ضد لاریون کړی دی او پر حکومت یې په ضلع کې د وسلوالو ضد اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د "لکي مروت ولسي پاڅون" په نوم د اکتوبر ۱۶مې په لاریون کې د فعالانو ترڅنګ د بېلابېلو سیاسي ګوندونو ګډونوالو هم ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۳مه په یوه لیک کې د انتخاباتو کمېشن ته د اکتوبر پر ۱۶مه د قامي اسمبلۍ د اتو او د پنجاب اسمبلۍ د درو څوکیو ضمني انتخاباتو پر مهال د "ترهګرو بریدونو" د امکان خبرداری ورکړی دی. رسنۍ وايي، په لیک کې راغلي دي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور، سوات، مردان، بونېر، ټانک او لکي مروت ضلعو کې وسلوال موجود دي.

د لکي مروت ولسي پاڅون د لاریون یو منتظم ډاکتر اسد خان مروت مشال راډیو ته وویل، د خپلې خاورې دفاع لپاره مظاهره کوي.

ده وویل چې لکي مروت ضلع "ترهګرۍ" اغېزمنه کړې ده او هلته بیا "ترهګر" ورغلي دي. د مروت په وینا، ان د ضلعې ښاري برخو ته وسلوال ورغلي دي او په ښار کې "شپې مهال وسلوال ګرځي. پر بخاري زیارت ډزې شوې دي. له خلکو [باج] اخیستل کېږي نو موږ د دې بدامنۍ خلاف راوتلي یو."

مروت د سږنۍ جولای میاشت راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ ضد لاریونونو، مظاهرو، جلسو او جرګو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د لکي مروت لاریون د هغو ولسي غونډو "تسلسل دی چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې روان دي."

په تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د لکي مروت د لاریونوالو څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو خو د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت او امنیتي ادارې دوسلوالو خلاف کارروایۍ کوي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هېچا ته د پاکستان د ایین او قانون خلاف د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

د وفاقي حکومت اقدامات او دریځ

په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد ملي اداره (نیکټا) بیافعالوي او د وسلوالو پرضد اقدامات کوي.

د شهباز شریف دفتر د اکتوبر پر ۱۴مه د ملي امنیت کمېټۍ تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې حکومتي چارواکو د سوات په ګډون د هېواد په یوشمېر برخو کې پر امنیت بحث وکړ.

بیان وايي، په غونډه کې د پوځ او استخباراتي ادارو مشران هم شامل ول.

له دې پرته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې اوسمهال وضعیت کنټرول دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د عرب نیوز رسنۍ کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، وفاقي حکومت تر اوسه په سوات کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې د خپلو حقونو غوښتلو لپاره د خلکو غونډې او لاریونونه او غږ پورته کول "ښه خبره" بولي.

اصف دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسلوالو ضد کارروایۍ پیلوي. خو پوځ د عملیاتو نېټه نه وه اعلان کړې. البته تر دې یوه اوونۍ وروسته، د سوات چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې د امنیت ټینګښت لپاره د پوځ درې ډېوېژنه او ګڼ پولیسان سیمې ته تللي دي.

پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

XS
SM
MD
LG