د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم او پي ټي ای پر يو بل د خيبر پښتونخوا په امنيت کې د پاتې راتلو تورونه پورې کړې


د پاکستان په مرکزي حکومت کې شامل د ايتلافي ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" (پي ډي اېم) د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۳مه په چارسده کې جلسه وکړه.
د پاکستان په مرکزي حکومت کې شامل د ايتلافي ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" (پي ډي اېم) د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۳مه په چارسده کې جلسه وکړه.

د پاکستان په مرکزي حکومت کې شامل د ايتلافي ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او په خيبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پرون (د اکتوبر پر ۱۴مه) په چارسده کې د بېلو ولسي غونډو پر مهال پر يو بل نيوکې کړې او د ويناوو په ترڅ کې يې په هغه صوبه کې د ناامنۍ د پېښو په مخنيوي کې د پاتې راتلو ذمه واري پر يو بل اچولې ده.

په پي ډي اېم کې شامل د عوامي نېشنل ګوند مرستيال مشر او د قامي اسمبلۍ غړي امير حيدر خان هوتي په چارسده کې جلسې ته په خپله وينا کې وويل چې په سوات کې حالات ورځ تر بلې خرابېږي او صوبايي حکومت پر دې خاموشه دی.

نوموړي زياته کړه: "زما په وطن، زما پر خاوره اوور بلېږي او دی (د خيبر پښتونخوا حکومت) به خاموشه وي. زما بچی به مري، زما وينه به تويېږي او دی به خپله کرسۍ بچ کوي. موږ خپل قام يوازې نشو پرېښودای، موږ به له خپل قام سره درېږو او د امن لپاره به هر حال ته ځو."

تر دې وړاندې د چارسدې په شيخ اباد کې د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې په سوات کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې او د نوموړي په وينا د دې ذمه وار په مرکز کې د ايتلافي ګوندونو حکومت او استخباراتي ادارې دي.

نوموړي پوښتنه راپورته کړه: "دا اېجنسۍ څه کوي؟ ټېليفونونه ريکارډول، له نامعلومو [ټېليفون] نمبرونو څخه دړکې ورکول او زما خلاف رسنۍ کنټرولول. په دې هېواد کې قانون نشته."

په تېرو دوو اوونيو کې له عمران خان سره منسوبې درې داسې غږيزې ټوټې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې چې پکې هغه په مبینه توګه پر مختلفو سياسي چارو له ګوندي مشرانو سره خبرې کوي.

د دې غږيزو ټوټو له وجې پر عمران خان سخت تنقیدونه شوي او هغه يې له سياسي پلوه له فشار سره مخامخ کړی دی.

په چارسده کې سياسي مشرانو پر يو بل نيوکې دا په داسې حال کې کړې چې په وروستیو کې په سوات کې د ناامنۍ پېښې وشوې چې پرضد یې د اکتوبر پر ۱۱مه پراخ احتجاج وشو.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د صوبې د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم په دې وروستيو کې خلکو د جرګو او لاریونو له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

په سوات کې خلکو د اګست له مياشتې راهیسې په بېلابېلو لاریونونو کې ويل چې په غرونو کې وسله وال ښکاره شوي دي. تر دې ووروسته پوځ وويل چې په ملاکنډ کې به عمليات کوي او په زرګونو امنيتي سرتیري یې ځای پر ځای کړي دي.

هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو داسې اندېښنې خپرې شوې چې دغه وسله وال د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو په نتيجه کې سوات ته تللي دي. خو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار، او د حکومت د مذاکراتو پلاوي مشر بیرسټر محمد علي سېف هغه مهال مشال راډيو ته ويلي وو چې "وسله والو ته غلط فهمي شوې وه او هغوی ته دا پيغام ورکړل شو چې له دغو غرونو په شا شي"چې د هغه په وينا همداسې وشول.

په عين حال کې د اکتوبر پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال د امن لپاره د پاکستان وزیراعظم کمېټۍ په سوات کې د وروستیو حملو جاج واخيست او د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله وويل چې د "ترهګرۍ په مخنیوي" کې د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومت سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG