د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دفاع وزیر وايي، په سوات کې د پوځي عملیاتو پلان نه لري


خواجه اصف وايي، په خېبرپښتونخوا کې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د خلکو لارو ته راوتل او غږ پورته کو دوی ښه خبره ګڼي: انځور له ارشیفه
خواجه اصف وايي، په خېبرپښتونخوا کې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د خلکو لارو ته راوتل او غږ پورته کو دوی ښه خبره ګڼي: انځور له ارشیفه

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي، په سوات کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د پوځي عملياتو پیلولو پلان نه لري.

پرون (د اکتوبر پر ۱۴مه) په اسلام اباد کې د عرب نيوز کلني کانفرنس ته په وينا کې خواجه اصف وويل چې په خېبرپښتونخوا کې دا مهال حالات په قابو کې دي او وفاقي حکومت په سوات کې د پوځي عملياتو پیلولو پرېکړه تر دې دمه نه ده کړې.

نوموړي وړاندې وويل، دوی په خېبرپښتونخوا کې د مداخلت سوچ نه کوي او له سوله ييزو لارو مسله هوارول غواړي، البته د دفاع وزير وويل که د حالاتو قابو کولو لپاره د نورو قوتونو مرستې ته اړتيا پېدا شوه نو غور پرې کولی شي.

خواجه اصف وويل، په خېبرپښتونخوا کې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د خلکو لارو ته راوتل او غږ پورته کو دوی ښه خبره ګڼي.

پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

د پاکستان دفاع وزیر دا هم وویل چې سيمې ته د ترهګرۍ واپسي ممکن ده چې له افغانستانه شوې وي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تيرو وختونو کې په وار وار ويلي دي چې خپله ځمکه به د کوم هېواد پرضد استعمالېدو ته پرې نه ږدي.

د پاکستان د دفاع د وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې دي چې د خیبر پښتونخوا په سوات او نورو سیمو کې په دې وروستیو کې بدامني زیاته شوې او په هدفي وژنو کې یو شمېر خلک په نخښه شوي دي. عام خلک دا وېره لري چې ګینې د تحریک طالبان پاکستان سره تړلي وسله وال سوات ته راستانه شوي او هلته د یو بل جنګ د پیلېدو وېره لیدل کېږي.

په سوات کې تر هغه وروسته د احتجاجونو لړۍ تنده شوه کله چې امنيتي ځواکونو د اکتوبر پر اتمه مينګورې ته نېږدې د ترهګرۍ په تور یو پلار او زوی ووژل او وروسته د اکتوبر پر ۱۰مه يو وسله وال سکول ته د زده کوونکو پر يو وړونکي ګاډي ډزې وکړې، ډرايور یې وواژه او يوه زده کوونکې یې زخمي کړ.

ځايي وګړيو د پلار او زوی تر وژنې وروسته هغوی بېګناه وګرځول او ادعا يې وکړه چې امنيتي ځواکونو هغوی دواړه د پیسو د راکړې ورکړې په معامله کې وژلي دي.

د اکتوبر پر ۱۴مه پر سوات سربېره په بونېر کې هم زرګونو کسانو احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته يې د ترهګرۍ او ناامنۍ د کنټرولولو غوښتنه وکړه.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د صوبې د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم په دې وروستيو کې خلکو د جرګو او لاریونو له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.


په سوات کې خلکو د اګست له مياشتې راهیسې په بېلابېلو لاریونونو کې ويل چې په غرونو کې وسله وال ښکاره شوي دي. تر دې ووروسته پوځ وويل چې په ملاکنډ کې به عمليات کوي او په زرګونو امنيتي سرتیري یې ځای پر ځای کړي دي.

هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو داسې اندېښنې خپرې شوې چې دغه وسله وال د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو په نتيجه کې سوات ته تللي دي. خو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار، او د حکومت د مذاکراتو پلاوي مشر بیرسټر محمد علي سېف هغه مهال مشال راډيو ته ويلي وو چې "وسله والو ته غلط فهمي شوې وه او هغوی ته دا پيغام ورکړل شو چې له دغو غرونو په شا شي"چې د هغه په وينا همداسې وشول.

XS
SM
MD
LG