د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۲ او د ژوبلو ۱۵ ته رسېدلی


د سېپټمبر پر ۲۷مه په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر قافله په ځانمرګي برید کې یوشمېر سرتېري ژوبل شوي ول.
د سېپټمبر پر ۲۷مه په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر قافله په ځانمرګي برید کې یوشمېر سرتېري ژوبل شوي ول.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پر پوځي قافلې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر لوړ شوی دی.

پولیس او انتظامیه وايي چې برید د ډېسېمبر پر ۱۴مه په میرامشا کې شوی چې پکې یو سرتېری او یو ولسي وګړی وژل شوي دي او د څلورو سرتېرو په ګډون ۱۵ کسان ټپیان دي.

د سیمې د پولیسو مشر فرحان خان مشال راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدګر د ډېسېمبر پر ۱۴مه د ښار په سرګردان څلورلاره (چوک) کې خپل موټرسایکل د پوځي کاروان له یوه ګاډي سره وجنګاوه.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په برید کې وژل شوی ولسي وګړی سید افضل نومېده چې له ښوونځي څخه د زوی د چوټۍ په انتظار وو چې کور ته یې بوځي.

د میرامشا حمزه داوړ مشال راډیو ته وايي، سید افضل به هر سهار خپل زوی ښوونځي ته بیوه او بیا به یې ماسپښین مهال کور ته رساوه. "بچی یې په سکول کې په انتظار وو چې بابا به راځي خو بابا رانغی او بابا یې دلته په خودکش حمله کې د همېشه لپاره له دې دنیا څخه ولاړ. نو موږ همېشه دا درخواست کړی دی چې د خدای لپاره، موږ په دې وطن کې امن غواړو نو [امنیتي] ادارو ته په کار ده چې د امن لپاره [کوټلي] ګامونه پورته کړي."

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. خو حکومتي چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

د ډېسېمبر پر ۱۰مه پوځ د شمالي وزیرستان په غلام خان کې په نښته کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر شپږمه چارواکو خبر ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه ولسي وګړي، دوه سرتېري او پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي او حکومتي چارواکي وايي چې په عین حال کې یې د وسلوالو خلاف عملیات هم دوام لري.

په شمالي وزیرستان کې د ډېسېمبر ۱۴مې له حملې سره پر امنیتي ځواکونو د سږنیو ځانمرګو بریدونو شمېر اته ته ورسېد.

تر دې مخکې د نومبر پر ۱۰مه ماښام مهال د میرلي په نورک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې شپږ پوځیان ژوبل شوي ول. له دې پرته په اکتوبر کې د پوځ د انجینرۍ او کارونو څانګې (اېف ډبلیو او) او په سېپټېمبر کې د میرلي پر بایپاس سړک د ملېشه ځواک پر سرتېرو په ځانمرګو بریدونو کې لسګونه سرتېري ټپي شوي ول. د هغو بریدونو ذمه واري چا نه وه منلې.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ او په دې توګه یې هغه دوه اړخیزه اوربند مات کړ چې د روان کال د جون پر لومړۍ نېټه تر نامعلومې مودې پورې غځېدلی وو.

په همدې حال کې د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې ( نېکټا) د ډېسېمبر پر اتمه د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ ته وویل چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له حکومت سره د مذاکراتو پر مهال "کافي قوت" موندلی او خپلې کاروایۍ یې زیاتې کړې دي.

له سږني اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې لاریونونه، پرلتونه، جلسې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونو او پوځي چارواکو په وروستیو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې وسلوال منظمېدو ته نه پرېږدې، پرضد یې اقدامات کوي او د صوبې امنیتي وضعیت نه خرابوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسلوالو ضد اقدامات کوي او هغوی د صوبې امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. د کورنیو چارو وزیر بابر سلیم سواتي د ډېسېمبر پر پینځمه د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې پولیسو په تېرو ۱۰ میاشتو کې "۵۴۰ ترهګر نیولي" او د امنیت ټینګښت لپاره د عملیاتو پر وخت یې ۸۸ پولیسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

له دې پرته، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.

XS
SM
MD
LG