د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۲ سرتيري، ۲ ولسي وګړي او ۵ مشکوک وسلوال وژل شوي


د پاکستاني پوځ سرتېري په ميرامشاه کې په مورچه کې ناست دي (انځور له ارشيفه)
د پاکستاني پوځ سرتېري په ميرامشاه کې په مورچه کې ناست دي (انځور له ارشيفه)

د پاکستان امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲ ولسي وګړي، ۲ سرتيري او ۵ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا د بریدونو او نښتو پر وخت په وژل شويو کې يو پاکستانی پوځي، يو د اېف سي سرتېری، یو د هغه پلار او يو قومي مشر شامل دي.

د میرلي پوليسو تاڼې يوه چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو پر شرط مشال راډیو ته وويل چې د ډېسېمبر پر شپږمه سهار وسله والو د حيدرخېلو مشر حاجي عالمګير له ټوچي خوړ سره هغه مهال په ډزو وواژه چې کله هغه ميرلي بازار ته روان وو. بريدګر په تېښته کې بريالي شوي دي او پوليسو د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

پولیس وايي په يوه بله پېښه کې د ډېسېمبر پر پينځمه، شپې مهال وسلوالو د جانيخېلو په لالي کلي کې زوی او پلار په کور کې دننه په ډزو وژلي دي. د جانيخېلو تاڼې يوه چارواکي وويل چې د وژل شوي کس نوم رحمان زمان دی چې د اېف سي ځواک سرتېری او په وينا يې، په رخصتيو کور ته ورغلی وو.

د دواړو پېښو ذمه واري هېچا نه ده منلې. دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر له پینځمې راهيسې د شمالي وزیرستان، جانيخېلو او ځېنو نورو سيمو خلکو د درو دوکاندارانو د وژنې د پېښې پرضد په بنو کې پرلت پیل کړی چې نن (د ډېسېمبر پر شپږمه) هم دوام لري. دوی له حکومته د قاتلينو د نيولو ترڅنګ په سيمه کې د هدفي وژنو د درولو غوښتنې کوي.

بلخوا د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان په جلېر لګاډه سیمه کې د عملیاتو پر مهال یو پوځي او پينځه وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پينځمه پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې وژل شوي وسلوال پر امنیتي ځواکونو او ملکیانو په بریدونو کې ککړ وو. دا نه دې ويل شوي چې وژل شويو له کومې وسلوالې ډلې سره تعلق درلود. هېڅ یوې وسله والې ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

تر دی وړاندی د ډېسېمبر پر پينځمه د پاکستان استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې يوه ورځ مخکې یې د شمالي وزیرستان په دوسلې کې د وسلوالو پر يو مشکوک پټنځای د عملياتو پر وخت يو سرتېری او يو طالب وسله وال وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، په نښته کې شپږ پوځيان ژوبل شوي دي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر څلورمه رسنيو ته په استولي بيان کې ادعا کړې وه چې پر همدغه ورځ یې د جنوبي وزيرستان په شکتوی سيمه کې پر امنيتي ځواکونو حمله کړې او په ادعا يې، دوه پاکستاني سرتېري یې وژلي دي. خو پوځ او پولیسو په دې اړه څه نه دې ويلي.

د پاکستان حکومت له غیرقانونه او ترهګرې ګرځول شوې وسلوالې ډلې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د روان کال په مې مياشت کې اوربند کړی وو. خو تېره اونۍ دې ډلې پر خپلو جنګياليو غږ وکړ چې د پاکستان پوځ خپلې ژمنې نه دې ساتلې نو ځکه دې بریدونه بیرته پيل کړي. تر اوسه د پاکستان امنيتي ځواکونو د اوربند ختمېدو په اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG