د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په ميرلي کې ځانمرګي بريد ۲۱ سرتېري ژوبل کړي


د شمالي وزیرستان په میرلي کې د امنیتي ځواکونو پر قافله ځانمرګی برید د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۲۷مه وشو.
د شمالي وزیرستان په میرلي کې د امنیتي ځواکونو پر قافله ځانمرګی برید د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۲۷مه وشو.

په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګي بريد د ملېشا ځواک لږ تر لږه ۲۱ سرتېري ژوبل کړي دي.

د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نومونو نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د ملېشا ځواکونو يوه قافله نن (د سېپټېمبر پر ۲۷مه) له بنو میرلي ته روانه وه، چې پر میرلي بای پاس باندې ځانمرګی بريد ورباندې وشو.

د چارواکو په خبره، په بريد کې ۲۱ سرتېري ژوبل شوي چې د درملنې لپاره د مېرامشاه روغتون ته لېږدول شوي دي.

په روان ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې دا پينځم ځانمرګې برید دی چې پکې دوه په میرلي او يو په رزمک سیمه کې شوي دي. په دې کې د هيڅ بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه د وسله والو پرضد عملیات کړي ول چې په نتيجه کې یې تر يو ميليون زیات کسان بېکوره شوي ول.

حکومت شاوخوا دوه کاله وروسته اعلان وکړ چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې او پر کډه شويو کورنيو یې غږ وکړ چې خپلو کلیو ته ستانه شي.

د خلکو کورونو ته له ستنېدو وروسته حملې بیا پیل شوې چې پکې په ۲۰۱۸ز کال کې شدت راغلی او په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په لسګونو ولسي وګړي د هدفي وژنو ښکار شوي او په حملو کې يوشمېر امنيتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په شمالي وزیرستان کې ځايي خلک وايي چې د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله بیا فعاله شوې ده. په دې ضلع کې د هدفي وژنو پرضد په وار وار مظاهرې او پرلتونه وهل شوي دي.

پرلتوال غوښتنه کوي چې ریاست دې سيمه له وسله والو پاکه او د خلکو د وژنو مخنيوي وکړي. بلخوا د شمالي وزيرستان انتظاميې او پوځ په وار وار ويلي چې هغوی د وسله والو د مخنيوي لپاره کارروايي ته دوام ورکړی او په سيمه کې د امنيت لپاره جدي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG