د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې ۴ سرتېري ژوبل شوي


د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې د ملېشې ځواک پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۲۱ سرتېري ژوبل شوي ول.
د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې د ملېشې ځواک پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۲۱ سرتېري ژوبل شوي ول.

د شمالي وزیرستان یو امنیتي چارواکی وايي، په میرلي کې په ځانمرګي برید کې څلور امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

هغه له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، برید د اکتوبر پر ۲۳مه غرمه مهال د میرلي له سپینوام څلورلارې څخه شاوخوا څلور کېلومیټره لیرې شوی دی.

ده وویل، د پوځ د انجینرۍ او تعمیراتي چارو ادارې (فرنټییر ورکس ارګنایزېشن یا اېف ډبلیو او) ګاډی له بنو څخه شمالي وزیرستان ته پر لاره وو چې له سپینوام څلورلارې سره نېږدې یو "۱۷ یا ۱۸ کلن هلک" چې ځان یې په کمپله (کمبل) پوښلی وو، برید وکړ.

ده زیاته کړه چې ژوبل سرتېري یې د هېليکاپټر په وسیله د بنو پوځي روغتون ته لېږدولي دي چې پکې د دوو روغتیايي حالت خراب دی.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو له دې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال پر امنیتي ځواکونو د ځانمرګو بریدونو شمېر شپږو ته ورسېد. د سېپټمبر پر ۲۷مه د میرلي پر بایپاس سړک د ملېشه ځواک پر سرتېرو په ځانمرګي برید کې ۲۱ سرتېري ټپي شوي ول.

په میرامشا کې مېشتو امنیتي ځواکونو پر هم هغه ورځ رسنیو ته خبر ورکړ چې د بریدګرو او د هغوی د مرستیالانو پرضد به کارروايي کوي. تر دې وروسته پوځي چارواکو په سیمه کې د مشکوکو وسلوالو د کورونو ړنګولو خبر ورکړ او دعوه یې وکړه چې هغوی په ترهګرو بریدونو کې لاس درلود. د پاکستان بشري حقونو کمېشن د پوځ پر دې اقدام اندېښنه ښوولې وه.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کړې وه چې د عملیاتو په نتیجه کې یې سیمه له وسلوالو پاکه کړې وه او د بې کوره شویو خلکو ستنولو لړۍ یې جاري ساتلې ده.

ځايي خلک وايي چې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته په لومړيو دوو کلونو کې هلته امن وو خو له ۲۰۱۸ز کاله بیا هدفي بریدونه پیل شول چې تر اوسه پکې په سلګونه فعالانو، مشرانو، سیاستولانو، دیني عالمانو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې.

په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښتې او یو پر بل بریدونه هم زیات شوي دي.

ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا هلته د بدامنۍ او هدفي وژنو پرضد پراخ احتجاجونه هم کړي دي او غوښتنه کوي چې پوځ او حکومت دې دوی ته په سیمه کې د امنیت ټينګولو پوره ډاډ ورکړي.

د سیمې انتظامیه او پوځي چارواکي وايي، د وسلوالو پرضد یې کارروایانو ته دوام ورکړی دی او د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG