د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي سیمې ته یې ګڼ وسلوال ورغلي دي


د جنوبي وزیرستان خلک اندېښمن دي چې د وسلوالو بیا منظمېدل به یې نسبتاً ارامه ژوند یو وار بیا ګډوډ کړي - انځور له ارشیفه
د جنوبي وزیرستان خلک اندېښمن دي چې د وسلوالو بیا منظمېدل به یې نسبتاً ارامه ژوند یو وار بیا ګډوډ کړي - انځور له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وایي، سیمې ته یې ګڼ وسلوال ورغلي چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د ځایي خلکو په وینا، د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو او بیا سږ کال په اوړي کې د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمینځ د امن لپاره تر مذاکراتو وروسته، پوځ هلته خپل کیمپ پرېښود چې له کبله یې د هغې ناقانونه ډلې وسلوال سیمې ته ورغلي دي.

د ډېسېمبر پر اوومه د شکتوی اوسېدونکي همایون توریالي مشال راډیو ته وویل، "دلته اوس پوځ نه شته خو وسلوال ځای پر ځای په نظر راځي. د پوځ له خوا د کیمپ تر خالي کولو وروسته، دلته د وسلوالو شمېر ډېر زیات شوی دی. په خلکو کې وېره خپره ده چې ګواکې د ۲۰۰۸ز او ۲۰۰۹ز کلونو په شان حالات راروان دي."

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د څېړنیز مرکز (فاټا ریسرچ سېنټر) مشر منصور مسید د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د تحریک طالبان پاکستان په اړه د پاکستان د حکومت "کړنلاره واضحه نه ده" چې له وجې یې د خیبر پښتونخوا خلک پرېشانه دي. "د حکومت مقصد څه دی؟ که ټي ټي پي مضبوط شو او پخوانی حالت [راغی] نو تر ټولو زیات تاوان خو به یې جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان ته رسېږي."

نوموړي وړاندې وویل، که وسلوال پیاوړي کېږي نو د وزیرستانونو ترڅنګ به یو ځل بیا په باجوړ، مومندو، اورکزیو، خیبر، ټانک، ډېره اسماعیل خان، بنو، چارسده او پېښور کې هم حالات خراب شي.


د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي دا هم وايي چې د امنیت د ټینګولو مسوولیت د حکومت دی نو ورله پکار دي چې ادا یې کړي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې پر دې موضوع د جنوبي وزیرستان د پولیسو د مشر عتیق الله وزیر نظر راواخلي، خو بریالۍ نه شوه. البته نوموړي روانه اوونۍ مشال راډیو ته ویلي ول چې په سیمه کې پولیس د امنیت پر ځای کولو لپاره هڅې کوي خو ولس ته هم په کار ده چې ورسره مرسته وکړي. "دا موږ چې دلته راغلي یو خو امن ته راغلي یو. پوځ او پولیس د خلکو د ساتنې لپاره دلته پراته دي. اولس هم امن غواړي، موږ یې هم غواړو او د همدې لپاره محنت کوو او قربانۍ ورکوو."

بلخوا د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.

د پاکستان حکومت له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د روان کال د جون پر لومړۍ نېټه اوربند تر نامعلومې مودې غځولی وو. خو ټي ټي پي د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ. هغې ناقانونه ډلې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې د یوشمېر حملو ذمه واري منلې ده.

د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت په اوړي کې د ناامنۍ تر زیاتېدو وروسته په بیا بیا هوډ ښوولی دی چې وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د وسلوالو پرضد کاروایۍ ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې عملیات کوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

XS
SM
MD
LG