د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ شمالي وزیرستان کې د داعش ډلې د ۴ وسلوالو وژلو دعوه کړې ده


د پاکستان یو پوځي په غلام خان کې پر ډېورنډ کرښه پهره کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان یو پوځي په غلام خان کې پر ډېورنډ کرښه پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په نښته کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

په میرامشا کې د پوځ یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) سرتېرو د ډېسېمبر پر ۱۰مه په ګډه په غلام خان کې د وسلوالو ضد کاروايي وکړه.

دی وايي، وسلوالو هڅه کوله چې پر ډېورنډ کرښه شمالي وزیرستان ته واوړي چې پر مهال یې نښته وشوه او پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول او "دوه د پولې پورې خوا ته په تېښته بریالي" شول.

د طالبانو حکومت د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي. طالب چارواکي داراز وخت په وخت په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې وسلوالو پرضد د عملیاتو خبر هم ورکوي.

د بنو پرلتوال وايي له حکومته د امنیت پوخ ضمانت غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکي ادعا وکړه چې وژل شوي وسلوال پر امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو په بریدونو او د "ترهګرۍ په یوشمېر پېښو" کې ککړ ول.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي او حکومتي چارواکي وايي چې په عین حال کې یې د وسلوالو خلاف عملیات هم دوام لري.

حکومتي چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

په سیمه کې د روانې ناامنۍ پرضد په بنو کې د ډېسېمبر له پینځمې راهیسې د تاجرانو او قومي مشرانو احتجاجي پرلت هم روان دی او وايي چې د امنیت پوخ ضمانت غواړي.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. په ګڼو سیمو کې خلکو د مظاهرو، جرګو او پرلتونو له لارې پر حکومت غږ کړی چې د وسلوالو مخه دې ونیسي.

په همدې حال کې انتظامي چارواکو له پرلتوالو سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی او ټینګار کوي چې د وسلوالو پرضد کاروایۍ جاري ساتي.

له دې پرته، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.

XS
SM
MD
LG