د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېشېل بچېلې: د افغانستان ښځو منظم او بنسټیز ځپل روان دي


افغان نجونه او ښځې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۶مه د ښوونځیو پرانیستو لپاره د مظاهرې پر مهال.
افغان نجونه او ښځې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۶مه د ښوونځیو پرانیستو لپاره د مظاهرې پر مهال.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې مېشېل بچېلې ویلي دي چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند د هغوی "منظم او بنسټیز ځپل" دي.

نوموړې د جون پر ۱۵مه په جېنیوا کې د بشري حقونو د شورا په ۵۰مه غونډه کې وویل، افغانان اوسمهال د "نړۍ پر کچ تر ټولو تیارې ورځې" تېروي.

هغې زیاته کړه چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو له وجې ۱۱ لکه نجونه له زده کړو بې برخې شوې دي.

طالبان وايي، د نجونو تعلیم په اړه "له شریعت سره سمه" پرېکړه کوي او په دې لړ کې یې یو کمېسیون د تګلارې ټاکلو لپاره کار ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارو مشره وايي، افغانان له سختو بحرانونو تېرېږي - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارو مشره وايي، افغانان له سختو بحرانونو تېرېږي - پخوانی انځور.

بچېلې وویل، "اجازه راکړئ چې سپین ووایم، هغه څه چې نن افغانستان کې وینو، د ښځو منظم او بنسټیز ځپل دي. د ښځو پر فعالیتونو بندیزونه د هغوی د ژونو پر ټولو اړخونو اغېز کوي، له هغې ډلې روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدودوي او دوی له نفقې ګټلو او بشري مرستو بې برخې کوي."

نوموړې چې په مارچ میاشت کې افغانستان ته تللې وه، وایي، د ۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانان په "سخت اقتصادي، ټولنیز او بشري بحران" کې ګېر دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه هم د جېنیوا په غونډه کې پر طالبانو سختې نیوکې وکړې. "یوې سخت دریځې او تاوتریخجنې ډلې د پرله پسې فرمانونو له لارې د افغانستان د خلکو حقونه او ازادۍ سلب کړي دي، ښځې سیاسي فعالیت نه‌ شي کولای او حکومت کې ونډه نه‌ لري. په حقیقت کې ښځې په ورځني ژوند کې له پامه غورځول شوي دي."

د افغانستان پخواني حکومت اندېشه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته ورپېژندلی وو او لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر تازه اندېښنو تبصره نه‌ ده کړې، خو تر دې وړاندې یې دا ډول نیوکې رد کړي او ویلي یې دي، ښځو ته د "اسلامي شریعت په رڼا کې حقونه" ورکوي.

د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو اړوند حقوقي تګلاره "د دیني ارزښتونو یوه برخه او افغاني دود" ګڼي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دې چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پر ښځو یې حجاب اجباري کړی دی.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دې لړ کې یې یوشمېر شرطونه ایښي دي چې پکې د ښځو او نجونو د حقونو باوري کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG