د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ښځو د خپلو حقونو لپاره يو ځل بیا مظاهره کړې


ځينو ښځو د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۶مه نېټه هم په کابل کې احتجاج وکړ. انځور له ارشېفه
ځينو ښځو د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۶مه نېټه هم په کابل کې احتجاج وکړ. انځور له ارشېفه

د افغانستان په سرښار کابل کې د مې پر ۲۹مه په لسګونو ښځو د طالبانو له خوا د دوی پر حقونو د سختو بندېزونو لګولو پر ضد احتجاج کړی او ډوډۍ، کار او خپلواکۍ شعارونه يې ورکړي دي.

د تعليم وزارت مخې ته راغونډو شويو دغو ښځو چې پکې د ځينو مخونه پټ ول، شعارونه ورکول چې "زده کړې زموږ حق دی او ښوونځي پرانیستئ." دوی همداراز د کار او بشري حقونو غوښتنه درلوده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د ښځو سره توپيري چلند بس کړي.

له افغانستان د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. دوی په لومړي سر کې ژمنه وکړه چې د خلکو سره به نرم چلند کوي خو دوی خپلو سختدریځو فرمانونو ورکولو ته دوام ورکړی.

طالبانو د ۱۹۹۰مه لسیزې د واکمنۍ پر مهال ښځې تر کوره محدوده کړې وې، پر زیاتره تفریحي هلو ځلو يې بندېز لګولی وو او خلک يې په ښکاره سنګسارول او اعدامول.

دوی په تېرو څو مياشتو کې ګڼ داسې حکمونه جاري کړي چې د بیان ازادي محدودوي او د ښځو حقونه تروړي. طالبانو ښځې له ځینو حکومتي دندو څخه لیرې کړي او له یوازې سفر کولو يې منع کړي دي. دوی همداراز پر ټيليويژنونو کې په خپريدونکو ډرامو کې پر ښځو د راڅرګنديدو لپاره ځانګړي سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د شپږم ټولګې پورته د جینکو ښوونځي هم تړلي دي. د دې ترڅنګ طالبانو پر ښځینه خبریالانو او د خپرونو کوربنو پر ټیليویژن په ښکاره مخ څرګندېدو بندېز لګولی دی او د جبري پردې حکم یې جاري کړی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د طالبانو مشر هیبت الله اخونزاده امر کړی وو چې ښځې دې په ولسي ځایونو کې مخونه پټوي. د مې پر ۲۱مه امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هغو ښځو ته هم د مخونو پټولو په اړه ورته امر وکړ چې په ټیليویژن راځي.

طالبانو پر موسیقۍ هم بندیز لګولی او د رسنيو لپاره يې د راپورونو جوړولو لپاره سختې لارښوونې نشر کړې دي. د طالبانو د دې سختدریځه ګامونو له وجې په زرګونو خبریالانو، سیاستوال، ښځو او د بشري حقونو فعالانو افغانستان پريښی او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

نړيوالو په بيا بيا پر طالبانو د خپل دريځ د نرمولو، ښځو سره د سم چلند کولو او ټولشموله حکومت جوړولو غږ کړی خو هغوی دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG