د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه ۱۸۱ افغان کډوال هالینډ ته رسېدلي


یوشمېر افغانان په الوتکه کې د سپرېدو لپاره په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.
یوشمېر افغانان په الوتکه کې د سپرېدو لپاره په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.

د نېدرلینډز (هالینډ) حکومت ویلي دي چې له افغانستانه وتلي ۱۸۱ افغانان د جولای پر ۱۳مه له پاکستانه په یوه پرواز کې هغه هېواد ته رسېدلي دي.

دا د هغو افغان کډوالو وروستۍ ډله وه چې پر افغانستان یې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خپل خوندیتوب په تکل هېواد پرېښود.

په هغه ډله کې ډېری کسان د ځمکې له لارې پاکستان ته تللي ول او په دې برخه کې ورسره د هالینډ ډېپلوماټانو او د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) مرسته کړې وه. پاکستانیو چارواکو هم د سفري اسنادو نه لرونکو افغانانو ته هغه هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړې وه.

نېدرلینډز ژمنه کړې چې هغه افغانان به له افغانستانه وروغواړي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یې د هغه هېواد له سفارتکارانو او پوځي سرتېرو سره کار کړی وو.

د نېدرلینډز د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په پیل کې ویلي ول چې د ۲۰۲۱ز کال له اګست راهیسې یې ۱،۸۰۱ افغانان هغه هېواد ته بیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG