د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د نجونو د زده کړو په اړه طالبان یوه خوله نه دي


افغان نجونې د زده کړو د اجازې غوښتنه کوي: انځور له ارشیفه
افغان نجونې د زده کړو د اجازې غوښتنه کوي: انځور له ارشیفه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د طالبانو یو شمېر مشران د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو باور لري، خو د دوی نظرونه لا تراوسه هم همغږي نه دي.

دیبورا لاینز له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بېرته پیلېدو ته هیله منه ده. نوموړې په دې اړه د طالبانو له مشرانو سره څو ځلې لیدنې کړې دي.

دیبورا لاینز تازه د سی این این سره په یوه مرکه کې ویلي، هغه د یو شمېر طالب مشرانو په باور له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره هیله منه کړې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دغه شان ټینګار وکړ، چې طالبان لا هم د دې نظر په همغږي کولو نه دي بریالي شوي.

هغې زیاته کړه: "ځينې یې په ښکاره ډول په دې باور دي، او موږ د طالبانو له ډېرو مشرانو څخه اورېدلي او هیله من شوې یو، خو د هغوى نظرونه لا هم همغږي نه دي چې نجونې دې بيا ښوونځيو ته ولاړې شي، بناً دوی د یوه حاکمیت تر چتر لاندې، یو واحد نظر او کلي توافق ته نه دي رسېدلي."

بل پلو، په افغانستان کې هغه نجونې ډېرې خپه او ماڼییجنې دي چې عمرونه یې مکتب ته د تلو دي خو مخه یې نیول شوې ده.

د اتم ټولګې زده کوونکې مرسل وايي، د ښوونځيو د بندېدو پرېکړه يې د زده کړو هیله ورځ تر بلې مړاوې کوي. هغه وايي، د طالبانو حکومت په کور پاتې کړه او په کور جبري پاتې کېدل ورته د یو بندې په څېر احساس ورکوي.

مرسل وویل: "دلته کور د زندان په څېر دی، هغه ښوونځی، هغه خوبونه، هغه څه چې ما درلودل، دا ټول مې د اسلامي امارت د یوې خبرې له امله هېر کړل، نن زموږ کور د زندان په څېر دی، په رښتیا هم ډېره مایوسه شوې یم."

مرسل طالبان د زده کړو په برخه کې د روان حالت مسوولین بولي.

طالبانو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي وو، چې د دوی د مشرتابه له لوري د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د حکم په تمه دي.

خو دا باور د نجونو د ښوونځیو د ځینو ښوونکو لپاره د تېر ایستلو نه پرته بل څه نه دي. دوی د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او پوهې د موضوع په اړه د شک په نظر ګوري.

یوه ښوونکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم يې په دې راپور کې خپور شي، مشال راډیو ته وویل: "دوی کولای شي چې په خپل منځ کې سره کېني، همغږي وکړي او پرېکړه وکړي چې د نجونو لپاره بېرته ښوونځي پرانېزي، همدارنګه، پر ښځو بندیزونه کم کړي، اما دوی اصلاً نه غواړي چې دا کار وکړي."

د طالبانو حکومت له میاشتو راهیسې له شپږم ټولګیو د پورته نجونو ښوونځي تړلي دي.

تر اوسه هیڅ کوم کورني او بهرني احتجاج په دې برخه کې د طالبانو د حکومت لخوا کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی، که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وړاندې له سي این این سره په خبرو کې ویلي وو، چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستل کیدو په اړه ښه خبرونه په لاره دي، خو هغه څه چې لا تر اوسه هم د یوې خبرې تر حده پاتې ده.

XS
SM
MD
LG