د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: د عمران خان د جلسو له ويناوو د "سازش" بوی راځي


د تحريک انصاف مشر عمران خان په يوه احتجاجي لاريون کې د خپلو پلويانو شعارونو ته ځواب وايي - عکس له ارشېفه
د تحريک انصاف مشر عمران خان په يوه احتجاجي لاريون کې د خپلو پلويانو شعارونو ته ځواب وايي - عکس له ارشېفه

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ويلي، د هېواد د پوځ د مشر د ټاکلو عمل معلوم دی چې د قابليت پر اساس وي.

د ده په خبره، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بايد د خپلو ولسي ويناوو په ترڅ کې دا موضوع لانجمنه نه کړي.

نوموړي دا څرګندونې د سېپټېمبر پر اوومه د پاکستان د خزانې له وزير مفتاح اسماعيل سره په ګډه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته کړې.

د پاکستاني پوځ د مشر د انتخاب پر موضوع تر هغې وروسته بحثونه پیل شول چې د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د سېپټېمبر پر څلورمه په فیصل اباد کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل چې نواز شریف او اصف علي زردارې غواړي چې د خپلو مالي درغليو پټولو لپاره د پوځ د مشر څوکۍ د خپلې خوښې يو جنرال ته ورکړي.

د نوموړي دې وينا ته اپوزيشن ګوندونو او هم پوځ سخت غبرګون وښود.

خو عمران خان د سېپټېمبر پر شپږمه د پېښور په جلسه کې وویل چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اوسنی ایتلافي حکومت هڅه کوي د پوځ په اړه د هغه وينا ته د غلط رنګ په ورکولو دا وښيي چې ګواکې عمران خان د پوځ خلاف دی.

ایا د عمران خان د ژر انتخاباتو غوښتنه د پوځ نوي مشر ټاکلو له موضوع سره تړلې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:09 0:00

خواجه اصف په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه پرېکړه به په راتلونکې نومبر مياشت کې کېږي. "عمران خان اوس وايي چې له خبرو يې ناسم مطلب اخيستل شوی دی. خو زه دا وايم چې نوموړی دا هر څه د يوه سازش او ستراتېژۍ له مخې کوي. هغه لومړی پر ادارو نيوکې وکړي او وروسته له خپلو خبرو پر شا شي. په وروستيو څرګندونو کې يې د پوځ لپاره د مشر د انتخاب چارې لانجمنې کړې."

خواجه اصف زياته کړه چې د "پوځ د مشر ټاکنه د هغه قابليت ته په کتو کېږي. د بري، هوايي او بحري پوځ لپاره د مشرانو نومونه په خپله د پوځ اداره وزيراعظم ته وړاندې کوي، چې هغه ورڅخه بيا د غوره مشرانو انتخاب کوي."

ټاکل شوې د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده په نومبر مياشت کې پای ته ورسي او حکومت یې باید تر هغې مخکې ځایناستی ونوموي. خو خواجه اصف وویل چې د تېر په څېر دا ځل هم زيات امکان دی چې د پوځ د مشر ټاکنه د نومبر په اخرنيو شپو ورځو کې وشي.

بلخوا د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د اسلام اباد ګډ خبري کنفرانس ته وويل چې د تحریک انصاف ګوند د پخواني حکومت د غلطو پالیسیو له وجې نن په ملک کې ګرانې زیاته شوې ده. "د تحريک انصاف حکومت تېر کال د بجلۍ سېکټور ته ۱۰۷۷ اربه روپۍ ورکړې وې. په جولای او اګست مياشتو کې د بجلۍ بلونه ځکه زيات راغلل چې پکې د (فيول اېډجستمنټ سرچارج) په نوم ټيکس جمع شوی وو. دا هغه پيسې وې چې تېر حکومت د ۲۰۲۱ز په اپریل کې د تېلو بيو په مد کې اخيستې وې. دا هر څه عمران خان کړي او بوج يې اوس زموږ پر سر دی."

بلخوا پخواني وزیراعظم عمران خان د سېپټېمبر پر اوومه د پنجاب په چشتیا ښار کې د خپل ګوند يوې جلسې ته په وينا کې ويلي چې د ده په حکومت کې د بجلۍ نرخونه کم ول او ګرانې هغومره نه وه لکه اوسمهال چې زياته شوې. "هېواد مو نن له يوه مالي بحران سره مخامخ دی. پخوا داسې نه وه. ګراني چې په تېرو څلور مياشتو کې څومره سېوا شوې، د پاکستان په تاريخ کې يې مثال نه موندل کېږي."

د پاکستان اوسنی مرکزي حکومت هم د ګرانۍ زياتېدو خبره مني. خو د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل د سېپټمبر اوومې خبري کنفرانس ته ويل چې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له خوا پاکستان ته د پور د قسط له ورکول کېدو وروسته حکومت هڅه کوي چې اقتصادي مسلې حل کړي.

XS
SM
MD
LG