د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې له وزیراعظمۍ ليرې کړل شو


د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان: انځور له ارشیفه
د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان: انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان پر ضد په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک بريالی شو او دا ډول نوموړی له خپلې دندې ليرې کړل شو. د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد لخوا د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې جمع کړی وو.

د اپریل پر نهمه سهار لس نیمې بجې د قامي اسمبلۍ غونډه پیل شوې وه چې په ترڅ کې یې د واکمن ګوند او مخالفو ګوندونو مشرانو ویناوې وکړې. غونډه څو وارې وځنډول شوه او د شپې تر ناوخته صورتحال کړکېچن وو، معلومېده نه چې وزیر اعظم د عدم اعتماد تحریک ته حاضرېږي او که نه؟ وزیر اعظم عمران خان پر دې سربېره چې ویل یې تر پایه به د خپل واک دفاع کوي، د اپریل پر نهمه قامي اسمبلۍ ته حاضر نه شو.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د شپې ناوخته له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او خپله څوکۍ یې سردار ایاز صادق ته وسپارله. ایاز صادق بې له دې چې وخت ضایع کړي، د عمران خان خلاف د عدم اعتماد پر تحریک د کارروایۍ حکم وکړ.

ایاز صادق د عدم اعتماد تحریک لوستلو پر مهال وویل، دا پارلېمان پر وزیر اعظم بې باوري څرګندوي او بیا پر دې تحریک رایه اچونه وشوه.

اپوزیشن د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ د تحریک د کامیابولو لپاره د اسمبلۍ په ۳۴۲ غړیو کې ۱۷۲ رایو ته اړتیا لرله. د عدم اعتماد د تحریک په پلوۍ (د عمرن خان خلاف) د قامي اسمبلۍ ۱۷۴ غړيو خپله رایه وکاروله. د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک خلاف د قامي اسمبلۍ هېڅ کوم یوه غړي رایه ورنکړه. په دې توګه د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک کامیاب شو او هغه د وزیراعظم له منصبه ليرې شو.

ریحام خان: د عمران خان وخت نور تېر دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

د وروستیو معلوماتو له مخې، عمران خان له وزیر اعظم هاوس نه په اسلام اباد بني ګاله کې خپل شخصي کور ته تللی دی.

عمران خان په ۲۰۱۸ز کال کې د عامو انتخاباتو په نتیجه کې وزیر اعظم منتخب شوی وو خو اپوزیشن پرې تل نیوکه لرله چې هغه ټاکنې شفافې نه وې او هغه د پوځ په مرسته د درغليو په نتيجه کې دې منصب ته ځان رسولی وو، خو تحریک انصاف ګوند بیا دا دریځ لرلو چې د رڼو انتخاباتو په نتیجه کې هغوی اقتدار ته رسېدلي دي او پوځ او انتخاباتي کمېشن هم دا تورونه رد کړي ول.

پخواني معلومات:

مخالفو ګوندونو د مارچ پر اتمه د وزیراعظم عمران خان پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړ خو په رایو اچولو کې ځنډ مخې ته راغلو. وروسته د اپريل پر درېیمه مرستيال سپيکر قاسم خان سوري عدم اعتماد تحريک د ایین د پينځمې مادې لاندې رد کړ.

تر دې سمدستي وروسته وزيراعظم قام ته وينا وکړه او ولسمشر ته يې د اسمبلۍ د ماتولو وړانديز وکړ. ولسمشر په هم هغه ورځ قامي اسمبلي ماته کړه خو سپريم کورټ د دې معاملې ازخود نوټس واخیست او د پنځو ورځو سماعت وروسته يې د اپریل پر اوومه ټول حکومتي اقدامات غير اييني وګرځول او اسمبلي یې بحاله کړه. سپریم کورټ په خپله پریکړه کې د اپریل پر نهمه د قامي اسمبلۍ اجلاس رابللو امر وکړ.

د پاکستان د قامي اسمبلۍسپيکر اسد قيصر،د اپریل په اتمه د غونډې شپږ نکاتي اېجنډه خپره کړه چې پکې څلورمه هغه د بې باورۍ پر تحریک د رايو اچونه وه، خو د ورځې تر يايه يې دا کار ونه کړ.

اپوزیشن ګوندونو د وزیر اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد د تحریک پر کامیابۍ د خوښۍ څرګندونه کړې ده او د يکشنبې (اتوار) په ورځ د حکومت مخالفه اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل رحمان پر بلنه د شکرانې ورځ لمانځي.

XS
SM
MD
LG