د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاست والان ولې د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو په اړه بیانونه ورکوي؟


جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ د مشر پر دنده ګومارل شوی وو: انځور له ارشیفه
جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ د مشر پر دنده ګومارل شوی وو: انځور له ارشیفه

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کار موده په راروان نومبر کې سر ته رسیږي، په هغه هیواد کې د نوموړي د کاري مودې د غځولو خبرې روانې دي.

په پاکستان کې سیاستوالانو په دا ورستیو کې د جنرال باجوه د کاري مودې د غځېدو په اړه بیانونه ورکړي دي. هغو بیانونو ته په کتو پوښتنه راپورته کېږي چې د جنرل باجوه د کار موده چې مخکې د تحریک انصاف مشر عمران خان د واک په دوره کې یو وارې غځېدلې وه، اوس یې یو وارې بیا د زیاتېدو خبره ولې کېږي؟

د مسلم لیګ نون مرستیاله مشره مریم نواز وايي، د پوځ د مشر د کاري مودې د غځولو په خبره کې ښکېله نه ده او پر خپلو پخوانيو اصولو ولاړه ده. دا خبره نوموړې د سېپټېمبر پر ۱۵مه په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړه چې مخکې یې یو ځل ویلي وو چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کار مودې غځولو په ګناه کې نه ده شامله، نو که اوس یې حکومت دا ګناه کوي نو دا به یې مخالفت کوي که څنګه؟

نوموړې وویل:
"تر وخت مخکې په دې انګېرنه ځواب ورکول نه غواړم. کوم تن چې قصدا دا تنازعه چېړلی ده، د هغه نوم فتنه خان دی. د هغه کار هم فتنې جوړل دي، هغه دې په خپل یو بیان خو ولاړ پاتې شي. چې کوم وخت یې حکومت وو او د دوی دریځ یو وو نو هغه وخت خو به د سپه سالار تعریفونه موږ شپه او ورځ اورېدل. بیا یو وخت داسې هم راغی چې کله له حکومته لرې کړل شو نو ورته یې میر جعفر او میر صادق او بد رد وویل. اوس سمدستي دا خبره کوي. دی دې اول یو دریځ خپل کړي نو زه به ورباندې خبره وکړی شم. هو زه پر خپلو اصولو ولاړه یم."


مریم نواز دا خبره تر هغې وروسته کړې چې د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د سېپټېمبر پر ۱۲مه د دنیا نیوز ټیلیويژن په یو پروګرام کې د خبریال کامران خان سره په مرکه کې اشاره ورکړه چې د پوځ د مشر کاري موده دې و غځول شي:

نوموړي وویل:

"ما په دې اړه په تفصیل کې سوچ نه دی کړی. وکیل څه وايي؟ په ایین باندې پوه ماهرین څه وايي؟ زه نه یم خبر، خو زه یوازې دا وایم چې هیواد د غیر عادي حالاتو سره مخامخ دی. په هیواد کې چې کوم حالات دي، په تېره د سېلابونو له وجې، موږ باید فکر وکړو چې څرنګه دا هېواد له دې دلدل نه را وباسو."

خو تر دې بیان وروسته عمران خان په بني ګالا کې خبریالانو ته وویل چې د پوځ د مشر د کاري مودې د غځېدو خبره یې مقصد نه وو. ده یوازې دا غوښتل چې له انتخاباتو وروسته نوی حکومت دې د پوځ نوی مشر و ټاکي.

د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه د کار موده د ۲۰۲۲ کال د نومبر په اخره کې ختمېږي او دا د حکومت کار دی چې د هیواد د پوځ نوی مشر و ټاکي. د پاکستان د ایین له مخې وزیراعظم او ولسمشر د پوځ مشر کاري موده غځولی شي خو په هغو حالاتو کې چې ضرورت یې ورپېښ وي.


له دنیا تلویزون سره تر خبرو مخکې عمران خان د سېپټېمبر په څلورمه په فیصل اباد کې ولسي غونډې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري د خپلو غلاوو پټولو لپاره د خپلې خوښې د پوځ نوی مشر ټاکل غواړي. تر هغې یوه ورځ وروسته د سېپټېمبر پر پنځمه د پاکستان پوځ د عمران خان پر هغه بیان "سخته حيرانيتا" ښودلې وه.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ايي اېس پي ار) هغه مهال په یو بیان کې وویل چې ایین د پوځ د مشر ټاکلو طریقه واضحه کړې او دا چې پوځ د ایین د سرلوړۍ هوډ تکراروي.

د پوځ د عامو اړیکو د څانګې (ايي ایس پي ار) مشر میجر جنرال بابر افتخار په یوه بیان کې ویلي وو چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه به په خپل وخت تقاعد کېږي.

په کراچۍ کې د ايکسپريس ټربيون ایډیټر او شنوونکي نويد حسين د سېپټمبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان په تاريخ کې تل د پوځ مشر ګمارل يا د کار مودې غځولو ته ډير اهميت ورکول کېږي چې داسې پکار نه ده. د هغه په خبره ټولو ته معلومه ده چې په پاکستان کې د طاقت اصلي سرچينه پوځ ده نو ځکه سياستوالان دغه ادارې ته د نږدې کېدو لپاره بيانونه ورکوي.

هغه وايي:
"زما خیال دې چې عمران خان ته به چا د ترینګلتیا د کمولو مشوره ورکړې وي او زما په خیال د هغه دا خبره کول، په یو غشي باندې دوه ښکاره کول دي، ځکه چې هغه دا خبره کوله چې نوی حکومت دې د پوځ د مشر انتخاب وکړي او دې حکومت سره دا اختیار او اخلاقي جواز نشته چې د پوځ مشر و ټاکي. نو یو طرفته هغه د پوځ سره د تاوتریخوالي د کمولو کوشش وکړ چې د جنرل باجوه د کاري مودې د غځولو خبره یې وکړه او په عین حال کې یې دا هم وکړل چې د هغه سیاسي مخالفین چې دا وخت په حکومت کې دي، هغوی سره اخلاقي جواز نشته چې دا کار وکړي."


پخوانی وزیراعظم عمران خان د روان ۲۰۲۲ز کال په اپرېل میاشت کې د عدم اعتماد له لارې له واک څخه تر لرې کېدو وروسته ولسي غونډو ته دوام ورکړی او پر مهال یې په ریاستي ادارو تورونه پورې کړي دي.

د پاکستان په تاریخ کې د پوځ شپږو مشرانو د کار موده غځول شوې ده. په هغوی کې جنرل ایوب خان، جنرل یحی، جنرل ضیاالحق، جنرل پرویز مشرف، جنرل اشفاق پرویز کیاني او جنرل باجوه شامل دي.

جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ د مشر پر دنده ګومارل شوی وو او له قانون سره یې سم کاري موده په ۲۰۱۹ز کال کې پای ته ورسېده خو عمران خان په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د مشر کاري موده تر درو کلونو پورې وغځوله.

XS
SM
MD
LG