د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان پوځ په سياست کې مه ښکېلوئ"


د پاکستان پوځ وياند لېفټينېټ جنرل بابر افتخار. پخوانی انځور
د پاکستان پوځ وياند لېفټينېټ جنرل بابر افتخار. پخوانی انځور

د پاکستان پوځ يو وار بيا ويلي چې د دوی په سياست کې د ښکېلولو هڅې روانې دي او غږ يې کړی چې باید د هېواد ګټو ته په پام، له سياسته ليرې وساتل شي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) د مې پر اتمه نېټه په بیان کې ويلي چې ځينې سياستوالان، خبريالان او څېړونکي په ولسی ځايونو او پر "ټولنيزو رسنيو مستقيماً او په ارادي توګه" په حوالو ورکولو د پوځ او د دې ادارې د مشرتابه په اړه خبرې کوي.

بیان وايي، په وروستيو کې د هېواد په روانو سياسي بحثونو کې په "ارادي توګه د پوځ ښکېلولو هڅې تېزې" شوې دي.

اعلاميه کې ويل شوي "ناتاييد شوي پاروونکي او له سپکاوي ډک بیانونه ډېر زیان رسوونکي دي او په دې غېر اخلاقي او غېر قانوني عمل کې د پوځ د شاملولو سخته غندنه کوو."

په بیان کې تمه څرګنده شوې چې ټول به د قانون درناوی وکړي او د هېواد ملي ګټو ته په پام سره به د پاکستان پوځ له سياسي بحوثونو ليرې وساتي.

د پوځ په تازه اعلاميه کې د هېچا نوم نه دی اخيستل شوی. تر دې وړاندې هم د پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر مېجر جنرال بابر افتخار د اپرېل په میاشت کې د خبرې غونډې پر مهال ورته څرګندونې کړې وې خو دا ځل په بیان کې د سياستوالانو ترڅنګ د څېړونکو او خبريالانو طرف ته هم اشاره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه پخواني اپوزيشن په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک له لارې عمران خان له واکه لیرې کړ او پر ځای يې د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف وزیراعظم وټاکه.

تر دې وروسته د تحريک انصاف ګوند په جلسو او ټولنيزو رسنيو باندې د پوځ د مشرتابه پرضد تنقيدونه زیات کړي دي. خو څه موده وړاندې عمران خان پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې د پوځ پرضد دې څرګندونې نه کوي.

البته د کارپوهانو په وينا، عمران خان په مرکو او ولسي غونډو کې په خپله هم په اشارو کنايو کې د پوځ په اړه تنقيدي څرګندونې کوي.

په پېښور کې خبريال او څېړونکی غلام دستګير د مې پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې عمران خان په ولسي غونډو کې داسې مثالونه ورکوي چې په ظاهره ښکاره يې هغه پوځ ته اشاره کوي. دی وايي، البته اوس چې پوځ غواړي، ځان له سیاسته لیرې وساتي، نو ښه خبره ده. "دوی (پوځ) چې کومه ډله جوړه کړې وه، هغې ته به يې فېفت جنرېشن وارفېیر(د ټولنيزو رسنيو له لارې د تبلیغاتو جګړه) وایه او چې کوم خلک يې ګومارلي ول، نن هم هغه خلک د پوځ خلاف خبرې کوي."

خو پوځ تل داسې تورونه رد کړي چې پر ټولنيزو رسنيو يې خلک ګومارلي دي او له هغې لارې خپل دریځ او نظریات پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG