د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له سېلابونو د وژل شويو شمېر ۱،۵۴۵ ته رسېدلی


د سیند په سېهوڼ سیمه کې یوشمېر بې کوره کورنۍ په خیمو کې اوسي - د سېپټېمبر ۱۴مې انځور.
د سیند په سېهوڼ سیمه کې یوشمېر بې کوره کورنۍ په خیمو کې اوسي - د سېپټېمبر ۱۴مې انځور.

په پاکستان کې د جون له میاشتې راهیسې د بارانونو او سېلابونو له وجې د وژل شویو شمېر ۱،۵۴۵ ته رسېدلی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپټېمبر پر ۱۷مه په خپل ماښامني راپور کې وويل چې د جون له ۱۴مې راهیسې په وژل شويو کې ۵۵۲ ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف پر شتمنو خلکو غږ کړي چې په بلوچستان او سيند صوبو کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د پاکستان دولتي راډيو وايي، شهباز شريف د سېپټېمبر پر ۱۷مه په راولپېنډۍ کې پر نور خان هوايي ډګر برتانيې ته تر تلګ مخکې د يوې غونډه مشرۍ وکړه او و یې ويل چې باید د بلوچستان او سيند سېلاب ځپلو ته خوراکي توکي واستول شي چې د نویو زېږیدلو ماشومانو د خوړو اړتیاوي پوره شي. نوموړي زياته کړه چې سېلاب ځپلي ګرمو جامو، کمپلو او بسترو ته اړتيا لري.

شهباز شریف د پخوانۍ ملکې الېزابېت دویمې په جنازه کې د ګډون لپاره د برتانیې په سفر دی.

راډیو وايي، وزیراعظم ته اړونده چارواکو معلومات ورکړل چې ورسره سم، د سېلابونو له وجې د اوښتو زیانونو په اړه د لومړنۍ تخمیني له مخې د سيند ۲۳، د بلوچستان ۳۱، د خیبر پښتونخوا ۱۷ او د پنجاب ۲ ضلعې ډېرې ځپل شوې. له هغو ځایونو څخه په لکونو خلک کډه شوي چې په عارضي کیمپونو کې ورته خیمې وهل شوې دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د صحت ادارې ويلي چې د سېلابونو له وجې په ډنډ شويو اوبو کې د ماشو د پيدا کېدو له وجې ناروغۍ زیاتې شوې دي. ادارې ويلي چې په صوبه کې د ډينګي پر ناروغۍ تر ۳،۰۰۰ زيات کسان اخته شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د ډینګي، ملاریا او لېشمنایسېس (لشمېنیا) کنټرول پروګرام یو چارواکي خالد خان د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې له ډینګي څخه په تېرو دوو اوونیو کې شاوخوا پینځه کسان مړه شوي‌ هم دي. چارواکي وايي، مړه کسان د جمرود دي او دا چې اغېزمنو سیمو ته یې د روغتیاپالانو ډلې لېږدولې دي.

د صحت محکمې له شمېرو سره سم، د ډينګي ناروغانو زياتې پېښې په مردان، پېښور او خیبر ضلعو کې ثبت شوې دي. ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کېږي. دا ماشي په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي.

XS
SM
MD
LG