د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر له خپلې دندې څخه د استعفا اعلان کړی


مفتاح اسماعيل له دندې د استعفا ورکولو لامل نه دی ښوولی.
مفتاح اسماعيل له دندې د استعفا ورکولو لامل نه دی ښوولی.

د پاکستان د خزاني وزیر مفتاح اسماعیل ویلي دي چې په لندن کې یې د واکمن اېتلافي ګوند مسلم لیګ (ن) په غونډه کې يې له خپلې دندې څخه د مستعفي کېدو اعلان کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۵مه نېټه پر ټويټر پاڼه بیان کې ويلي چې پاکستان ته په ستنېدو به وزیراعظم شهباز شریف ته رسمي استعفالیک ورکړي.

مسلم لیګ (ن) هم د سېپټېمبر پر ۲۵مه پر ټوېټر یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د ګوند د رهبر میا نواز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د هېواد پر چارو بحث شوی دی. په ویډیو کې ښکاري چې د اسماعیل ترڅنګ وزیراعظم شهباز شریف هم ناست دی.

مفتاح اسماعیل په خپل بیان کې د استعفا لامل نه دی ښوولی. الجزیره ټېلېوېژن په یوه خبر کې ویلي دي چې اسماعیل پر داسې مهال استعفا ورکړې چې د سېلابونو له وجې د پاکستان اقتصاد له لا لویو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د سېپټېمبر پر ۲۴مه په یوه بیان کې وویل چې په پاکستان کې د خپلو روانو پروژو له پیسو څخه دوه اربه ډالر له سېلاب ځپلو سره مرستو ته ځانګړې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG