د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف د اسلام اباد پر لوري لاریون کړی


د تحریک انصاف ګڼ پلویان د مې پر ۲۵مه له خیبر پښتونخوا روان شول.
د تحریک انصاف ګڼ پلویان د مې پر ۲۵مه له خیبر پښتونخوا روان شول.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، د حکومت خلاف د لاریون پرمهال له ټولو خنډونو تېرېږي.

عمران خان د مې پر ۲۵مه د اسلام اباد پر لوري د احتجاجي لاریون پر مهال صوابۍ انټرچېنج ته له رسېدو سره سم، خپلو پلويانو ته په خبرو کې وویل چې د اسلام اباد ډي چوک ته به هرومرو ځان رسوي او هېڅوک يې لاره نشي نيولی.

هغه ګوند د مې پر ۲۵مه له پېښوره پیل شوي لاریون ته د "ازادۍ مارچ" نوم ورکړی دی او وايي، موخه یې د اسمبلیو ماتولو او د انتخاباتو نېټې اعلانولو ته د حکومت مجبورول دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د مې پر ۲۴مه وویل چې تحریک انصاف ګوند ته د لاریون اجازه نه ورکوي او مخه یې نیسي.

هلته د اسلام اباد انتظامیې له فیض اباد سره نېږدې لویه لار تړلې او پر سړک یې کانټینرونه ایښي دي.

په همدې حال کې د پاکستان سپريم کورټ د اسلام اباد کمېشنر ته د تحریک انصاف ګوند د لاريون لپاره د متبادلو انتظاماتو د کولو امر کړی دی.

حکومتي چارواکو له پېښوره اسلام اباد او لاهور ته او له پنجابه د اسلام اباد پر لوري زیاتره لارې تړلې دي.

انتظامیې په اسلام اباد کې ګڼ پولیس سرتېري ځای پر ځای کړي دي او د هغه ښار د مهم دولتي او حکومتي ودانیو د سیمې امنیت یې لا سخت کړی دی.

حکومت همداراز د اسلام اباد په ګډون په کراچۍ او ځینو نورو سیمو او ښارونو کې د قانون ۱۴۴مه دفعه یا ماده عملي کړې چې ورسره سم، پر ولسي غونډو، په یو ځای کې له پینځو څخه د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز لګېدلی دی.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د تحریک انصاف ګوند لاریون "د فتنې او فساد مارچ" په نوم یاد کړ او تور یې پورې کړ چې عمران خان له دې لارې په هېواد کې "کورنۍ جګړه" پیلول غواړي.

هغه ویلي ول چې وفاقي کابینې پرېکړه کړې چې د تحریک انصاف ګوند د لاریون مخه ونیسي.

اخوا عمران خان د مې پر ۲۴مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې په "هر حال کې" د اسلام اباد پر لوري روانېږي او د خپل ګوند پر پلویانو یې غږ وکړ چې پکې ګډون وکړي.

د تحریک انصاف لاریون پاکستان له کومو سیاسي او اقتصادي چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:53 0:00

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک په حق کې رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

نوموړي له هغه وخت راهیسې احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی او وايي، موخه یې حکومت د انتخاباتو نېټې اعلانولو ته اړ کول دي.

خو وفاقي حکومت وايي، د هېواد خراب اقتصادي حالت سمول یې لومړیتوب دی او دا چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کوي.

د سپریم کورټ امر

سپريم کورټ د مې پر ۲۵مه د تحريک انصاف ګوند د لانګ مارچ د مخنيوي لپاره د لارو بندولو او چاپو پرضد د يوه درخواست اورېدنه وکړه.

سپريم کورټ حکومت ته ويلي دي چې د لاریون لپاره دې مناسب ځای ورکړي او د احتجاج کوونکو د تګ راتګ لپاره دې یو پلان جوړ کړي.

د سپریم کورټ جرګګۍ چې مشري یې قاضي اعجاز الاحسن کوله، د تحريک انصاف وکيل فيصل چودري ته وویل چې د ګوند له مشرتابه څخه دې لارښوونې ترلاسه کړې او له انتظامیې سره دې خبرو ته کښېني.

د تحریک انصاف سیاستوالان او پلویان د اسلام اباد پر لوري روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:22 0:00

عدالت دا هم وويل چې د ضلعې انتظامیې چارواکي به له تحریک انصاف ګونده دا باور ترلاسه کوي چې احتجاج به سوله ییز وي او د خلکو مال و ځان ته به هېڅ زيان نه رسوي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان په صوابۍ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، "زموږ احتجاج به پرامن وي. ټول پاکستان ته وايم چې تاسو نن راووځئ."

خو د نوموړي پر دې سپارښتنې سربېره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او د تحریک انصاف ګوند د غړو او پلویانو ترمینځ د اخ و ډب پېښې شوې دي.

XS
SM
MD
LG