د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېدي فاونډېشن وايي د پاکستان سېلاب ځپلي د لوږې له خطر سره مخامخ دي


د بلوچستان جعفراباد کې د سېلابونو حالت
د بلوچستان جعفراباد کې د سېلابونو حالت

په پاکستان کې د خیر ښېګړې ادارې اېدي بنسټ (فاونډېشن) مشر ویلي چې د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

فیصل اېدي د سېپټېمبر پر دویمه په کراچۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې سېلابونو ټول پاکستان متاثره کړی او زیاترو سېلاب ځپلو سیمو ته لا هم امدادي سامانونه او خوراک په پوره ډول نه رسېږي.

ده وویل، سېلاب ځپلي له خورا سختو حالاتو سره مخامخ دي. "ما ته په ډېر نېږدې راتلونکې وخت کې د قحطۍ صورتحال په نظر راځي. لومړني اثار يې ليدل کېږي ځکه چې خلک تر ۱۰، ۱۰ ورځو پورې وږې پاتې شوې دي. زه تاسو ته دا هم ووایم چې د دې ټولو هڅو باوجود موږ لا هم ۹۰ فیصده سېلاب ځپلو سیمو ته نه یو رسېدلي. دا یو ډېر خطرناک صورتحال دی. د خوراکي توکیو کمی راروان دی. ما خپله فصلونه په اوبو کې لاهو کېدل لیدلي. په هره ضلعه کې په زرګونه ټنه غنم تباه شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له یوشمېر سېلاب ځپلو سیمو کې د خوراکي توکیو د کمي راپورونه راغلي دي. د خیبر پښتونخوا په بحرین کې د اګست په میاشت کې سېلابونو مالي او ځاني تاوانونه واړول او سړکونه او پلونه پکې ړنګ شول.

په بحرین کې یو سېلاب ځپلي تن فراز خان د سېپټېمبر پر درېیمه مشال رېډیو ته وویل خلک اوږد مزل کوي چې د بچیو لپاره خوراک پیدا کړي. "خلک اووه، اته کېلومیټره پیاده ځي، ځکه له موږ سره چې دلته په دوکانونو کې کوم سامانونه ول هغه ختم شول. اوس لیرې لیرې سیمو ته په خوراک پسې ځو. د پل یو غاړې ته خوراکي سامان راشي خو بلې غاړې ته نه رسي ځکه چې لارې لا هم نه دي بحال شوي. بله دا چې یو تن اووه کېلومیټره پیاده د راشن د تقسیم ځای ته ورسي نو هلته هر څه ختم شوې وي."

بلخوا د خوراک نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د اګست پر ۳۰مه په يو بیان کې ویلي چې په پاکستان کې سېلابونو ۳۳ مېلیونه خلک متاثره کړي او په دغو کې زیاتره د خوراک له کمي سره مخامخ دي. هغې ادارې په سمدستي توګه د ۳۴ مېلیونه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده چې امدادي کارونه پرې جاري وساتل شي.

په بلوچستان کې سېلابونو لویې لارې او د اورګاډي پټلۍ خرابې کړې دي چې له وجې یې هغه صوبه د پاکستان له نورو برخو پرې شوې ده. هلته د موساخېلو یو اوسېدونکی شاه زېب خان د سېپټېمبر پر درېیمه مشال رېډیو ته وویل خلک د خوراک کمي سخت اندېښمن کړي دي. "د خوراک سخت کمی دی. د حکومت له خوا هم څوک نه دي راغلي. که څه لږ ډېر امدادي سامان را هم شي نو په [سفارش] ورکول کېږي."

د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه وزيراعظم شهباز شريف ویلي ول چې هرې سېلاب ځپلې کورنۍ ته د بېنظير انکم سپورټ پروګرام له مخې ۲۵، ۲۵ زره روپۍ ورکول پيل شوي دي.

خو په کراچۍ کې د "اعتماد انلاین" په نوم یوه غیرسرکاري ادارې، چې اوسمهال ځینو ناحکومتي مرستندویه ادارو ته د سېلاب متاثرینو لپاره د خوراک پیکټونه جوړوي، یو کارکوونکی محمد اشفاق وایي له سېلابه په متاثره سیمو کې د خوراک سخت کمی دی.

ده زیاته کړه، "موږ په کراچۍ کې کار کوو. خلک له موږه د سېلاب ځپلو لپاره خوراک وړي. موږ د دوی لپاره د خوراکي توکو یو پیکېج جوړوو چې پکې ضررري شیان وي. موږ له دوی څخه ګټه نه کوو. په عام نرخ یې خرڅوو خو د خوراکي توکیو سخت کمی دی او ضرورت زیات دی ځکه چې دوی څه نه شي پخولی، اور نه شي بلولی، هر ځای کې بس اوبه دي."

د خوراک د خوندیتوب په اړه د قامي اسمبلۍ د کمېټۍ او د واکمن مسلم لیګ (ن) یو غړي احمد رضا مانېکا د سېپټېمبر پر درېیمه مشال رېډیو ته وویل حکومت په سېلاب ځپلو سیمو کې د خوراک د کمښت پر مسله خبر دی او په دې اړه یې کار پیل کړی دی.

ده وویل، د پیسو له نړیوال صندوقه (ای اېم اېف) ترلاسه کېدونکې پیسې به هم په دې برخه کې اسلام اباد ته زیاته ګټه ورسوي. "له حکومت سره یوه لاره دا ده چې د هرې ضلعې انتظامیه استعمال کړي. دویمه دا چې د سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره چې څومره ادارې جوړې شوې دي د هغوی په ذریعه دې هغو خلکو ته خوراک او امدادي سامانونه ورسول شي او دا کار روان دی. درېیمه دا چې کومه ښه خبره ده هغه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه موږ ته د قرض کوم قسط راغی له هغه سره به هم حالات ډېر ښه شي. له حکومت سره به وسایل زیات شي. له خلکو سره به مرستې زیاتې شي. بله دا چې موږ له خلکو او ادارو سره هم کار روان کړی چې سېلاب مثاثرینو ته سامانونه ورسېږي."

XS
SM
MD
LG