د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او پاکستان پوځي مشرانو پر سيمه ييز امنيت او ثبات خبرې کړې


د پاکستان او امريکا د ملي بیرغونو انځور.
د پاکستان او امريکا د ملي بیرغونو انځور.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د امريکايي پوځ د مرکزي کمانډ له مشر جنرال مايکل کورېلا سره ليدلي او ورسره یې پر خپلمینځي چارو خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو پوځي مشرانو ترمينځ دا ملاقات د اګست پر ۱۸مه په راولپېنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې وشو.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې لیدنه کې پر "دوه اړخیزه چارو، سيمه ييز امنيت، ثبات، دفاع او امنیتي همکارۍ او په ځانګړې توګه د دواړو پوځونو تر مینځ پر اړيکو" خبرې وشوې.

د دواړو پوځي مشرانو تر ليدنې وروسته د پلاویو پر کچ هم یوه غونډه وشوه چې د خبرپاڼې له مخې پکې "د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د پاکستاني پوځ پر هڅو" خبرې وشوې.

د جولای پر ۳۱مه په کابل کې د امريکا په يو ډرون بريد کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته دا د دواړو هېوادونو د پوځي مشرانو ترمينځ لومړي ليده کاته دي.

تر دې وړاندې جنرال باجوه تېره مياشت د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پاکستان ته د پور د پروګرام د بل قسط ژر ورکولو په برخه کې له واشنګټنه مرسته غوښتې وه او په دې لړ کې يې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیالې وزیرې وېنډي شېرمن سره خبرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG