د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنیز رپورټ: په پاکستان کې تر مارچ په اپرېل کې د وسله والو بریدونه زیات شوي وو


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ۲۶ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۵ کسان وژل شوي او تر ۲۸۰ زیات ژوبل شوي ول.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ۲۶ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۵ کسان وژل شوي او تر ۲۸۰ زیات ژوبل شوي ول.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز ویلي دي چې په هغه هېواد کې د مارچ پرتله په اپرېل کې د وسله والو بریدونو شمېر ۲۴ فیصده لوړ وو.

دې مرکز د مې پر دویمه په خپل میاشتي رپورټ کې ویلي، په اپرېل کې په هېواد کې ۳۴ وسله والې حملې وشوې چې پکې د ۳۴ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول.

اداره وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ۲۶ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۵ کسان وژل شوي او تر ۲۸۰ زیات ژوبل شوي ول.

په هغو کې د مارچ پر څلورمه د پېښور د اهل تشیع پر جومات د داعش ډلې برید تر ټولو خونړی وو چې پکې ۶۲ کسان ووژل او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شول.

تېره میاشت د یوشمېر حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

رپورټ زیاتوي چې په اپرېل کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو پرضد ۲۲ عملیات وکړل چې پکې ۲۷ مشکوک وسله وال ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ تر څنګ یو شمېر ګوندونو او سیاستوالو په وار وار ویلي چې د دوی په وینا ریاست باید د زیاتېدونکې ترهګرۍ مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د نورو سیمو پرتله په قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان کې بریدونه زیات شوي او روان دي.

په دې کې نه یوازې په هدفي بریدونو کې ځايي قبایلي مشران او فعالان وژل کېږي بلکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو هم بریدونه کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي قبایلو د دې پېښو پرضد په وار وار لاریونه او پرلتونه هم وهلي دي خو د دوی په وینا ریاستي ادارې د دې حالاتو مخنیوي ته سنجیده نه ښکاري.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال بابر افتخار تېره میاشت په خبري غونډه کې ویلي ول چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو پرضد عملیات پراخ کړي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو او وروسته یې ادعا کړې وه چې یاده سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

د دې عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو چې زیاته برخه یې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ته تللي وو.

خو د پاکستاني پوځ او حکومتونو پر دې ادعا سربېره د وسله والو بریدونه روان او آن زیات شوي دي چې ګواکې دوی د وسله والو ملا ماته کړې او د هغوی شبکې یې له منځه وړې دي.

XS
SM
MD
LG