د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلېمان استازي وايي له ټي ټي پي سره د سولې له مذاکراتو خبر نه دي


په قامي اسمبلۍ کې د واکمنو ګوندونو سیاستوالانو وویل چې باید د سولې خبرې د ملکي حکومت باور ترلاسه کولو وروسته وشي - پخوانی انځور.
په قامي اسمبلۍ کې د واکمنو ګوندونو سیاستوالانو وویل چې باید د سولې خبرې د ملکي حکومت باور ترلاسه کولو وروسته وشي - پخوانی انځور.

د پاکستان په پارلېمان کې د واکمن اېتلافي او نورو ګوندونو یوشمېر استازي وايي، د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمینځ د سولې له مذاکراتو خبر نه دي.

دوی دا خبره د مې پر ۱۸مه پر داسې مهال مشال راډیو ته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې ټي ټي پي او اسلام اباد په مذاکراتو کې د روانې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې پر اوربند سلا شوي دي. تحریک طالبان پاکستان هم پر هغه ورځ د سولې خبرې او اوربند تایید کړل. د مې پر ۱۷مه یوه پاکستاني چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې د پېښور کور کمانډر او د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) پخوانی مشر جنرال فیض حمید او یوشمېر لوړپوړي پوځي چارواکي کابل ته تللي ول چې هلته د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له ټي ټي پي سره خبرې وکړي.

په قامي اسمبلۍ کې د واکمن مسلم لیګ (ن) استازي چودري عابد رضا د مې پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې امنیتي اداره (اېسټیبلېشمنټ) زیاته ځواکمنه ده نو ځکه پرېکړې یوازې پارلېمان نه کوي. "پاکستان په بشپړ ډول جمهوري ملک نه دی. دا پر ټولنیز بهبود ولاړ نه بلکې امنیتي دولت دی. نو دلته ټول شریک رول لوبوي. که په پاکستان کې جمهوریت وای یا پارلېمان ځواکمن وای نو بیا به په دې ملک کې" تر ۲۰۰۱ز کال وروسته د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې د "برخې اخیستو یا نه اخیستو پرېکړه پارلېمان کوله."

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حمید په اپرېل کې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو د سفر پر مهال له ځايي مشرانو سره په خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان پر وسله والو غږ کړی وو چې د سولې لار دې انتخاب کړي، وسلې ته کښېږدي او خپلو سیمو ته دې ستانه شي.

دوی (پوځ) ته چا اجازه ورکړې ده چې زموږ په مړیو روغې کوي؟
زاهد خان

خو د اوسني اېتلافي حکومت ملاتړي عوامي نیشنل ګوند ویلي دي چې له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات د پوځ نه بلکې د ملکي حکومت کار دی.

د ګوند مرکزي ویاند زاهد خان د مې پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، تحریک طالبان پاکستان یې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د ګوند د ۱،۲۰۰ غړو په ګډون ۷۰،۰۰۰ پاکستانیان وژلي دي نو ځکه د پوځ او هغې ډلې ترمینځ د سولې د خبرو ملاتړ نه کوي.

ده وویل، په تېرو وختونو کې له هغې ډلې سره شویو موافقو د سولې راوستو پر ځای طالبان پیاوړي کړي دي. "له دا قسمه معاهدو سره همېشه وسله والو ته د یوځای کېدو موقع په لاس ورغلې او خپل بریدونه یې زیات کړي دي. طالبانو د ۲۰۰۸ز او ۲۰۱۳ز کلونو ترمینځ او وروسته زموږ یوشمېر مشران او کارکنان وژلي دي نو دوی (پوځ) ته چا اجازه ورکړې ده چې زموږ په مړیو روغې کوي؟"

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وايي، یوازې سږکال په پاکستان کې په ترهګرو حملو کې ۱۲۰ سرتېري وژل شوي دي چې د زیاترو ذمه واري ناقانونه تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

خو د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال بابر افتخار د روان کال د اپرېل په نیمايي کې یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو خلاف عملیات پراخ کړي دي.

پاکستان پیپلز ګوند هم په اېتلافي حکومت کې شامل دی. په قامي اسمبلۍ کې د هغه ګوند سیاستوال قادر خان مندوخېل وايي، له تحریک طالبان پاکستان سره له مذاکراتو خبر نه دی خو که پوځ دا کار کوي نو د حکومت باور او اعتماد به ترلاسه کوي.

دی البته وايي، پر دې سربېره چې ټي ټي پي د پیپلز ګوند د پخوانۍ مشرې بېنظیر بوټو تر څنګ ګڼ پاکستانیان وژل دي خو ورسره د سولې خبرو ته چمتو دی. دی وايي، د دې لامل دا دی چې په وروستیو کې نه یوازې ټي ټي پي بلکې بلوڅ بېلتونپالې بلوچ لېبرېش ارمي (بلوچ ازاديپالی پوځ) او سیندۍ بېلتونپالې سیندودېش رېولوشنري ارمي (سیندودېش انقلابي پوځ) هم حملې زیاتې کړې دي.

دی د مذاکراتو د نتیجو په اړه له زاهد خانه جلا نظر لري او وايي، په ۲۰۰۸ز کال کې تحریک طالبان پاکستان د سوات ډېری برخې نیولې وې او اسلام اباد ته نېږدې شوي ول خو د مذاکراتو او بیا د عملیاتو په پایله کې د هغې ډلې وسله وال په شا وتمبول شول او پوځ سوات ورڅخه پاک کړ.

مندوخېل زیاتوي چې د ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هیله لري چې هغه وسله وال چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي، پرضد یې باید عملیات وشي. "زموږ د ګوند پخواني پالیسي کامیابه شوې وه او تمه ده چې اوس به هم دا تګلاره وي چې هره وسله واله ډله چې وي ورسره به لومړی د سولې خبرې کوو، که یې نه مني نو په کار ده چې پرضد یې سخت عملیات وشي."

پاکستان د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې د تحریک طالبان له مشرانو سره د سولې خبرې کړې دي. د نومبر پر نهمه د دواړو لوریو ترمینځ یو میاشتنی اوربند هم شوی وو خو هغې وسله والې ډلې یې د ډېسېمبر پر ۱۰مه له غځولو انکار وکړ او حملې یې زیاتې کړې چې په غبرګون کې یې د پاکستان پوځ هم په قبایلي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو پرضد عملیات پراخ کړل.

تېره اوونۍ د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینو مشال راډیو ته تایید کړې وه چې پاکستان د باور جوړونې په موخه د ټي ټي پي ۱۰۰ بندیان خوشې کړي دي او د هغې ډلې دوه مهم قوماندانان مسلم خان او محمود خان یې په افغانستان کې د طالبانو حقاني شبکې ته سپارلي دي چې د سولې د موافقې په صورت کې به خوشې کېږي.

XS
SM
MD
LG