د تحريک انصاف وياند فواد چوهدري په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې حکومت د دوی د لاريون منع کولو لپاره د دوی د ۷۰۰ کسانو د نيولو پلان لري. خو د دفاع وزیرخواجه اصف په قامي اسمبلۍ کې د تقریر په وخت ويل چې لانګ مارچ يوه سیاسي لوبه ده چې عمران خان یې بايد ونه کړي.