د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم د ملک د اقتصاد ښه کولو لپاره له تجارانو مرسته وغوښته


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم وايي، حکومت یې د هیواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره اقدامات پیل کړي او تجارانو ته یې ډاډ ورکړی چې د هغوی پر اقداماتو دې باور وکړي.

شهباز شریف دا څرګندونې، د مې پر ۲۰مه، په کراچۍ کې د تاجرانو ټولنې ته کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د صبر او زغم څخه دې کار واخلي، ځکه چې د هغه په وینا حکومت لاس په کار دی او اړین اقدامات یې پیل کړي دي.

شهباز شریف له سوداګرو نه هم غوښتنه وکړه چې له موجوده اقتصادي بحران نه په راوتلو کې دې له حکومت سره لاس یو کړي او هغوی ته دې سلا ـ مشورې ورکړي.

د وزیراعظم شهباز شریف دا څرګندونې په داسې مهال مخې ته راغلې دي چې پاکستان له سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ دی او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت مخ په کمېدو دی. د تازه راپورونو له مخې د اسعارو په بازار کې یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني روپیو باندې تبادله کېږي.

د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د امريکايي ډالر د زياتېدونکي نرخ په اړه شهباز شريف وويل، د ۲۰۱۸ز کال په اګست کې يو ډالر په ۱۱۸ روپۍ وو خو د نوموړي په وینا، د تحريک انصاف په مشرۍ تېر حکومت کې نه يوازې د روپۍ په ارزښت کې کمی راغلی بلکې د هېواد اقتصاد هم له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

شهباز شریف وړاندې وویل چې د تحریک انصاف په تېر حکومت کې له بهره ډېرې قرضې اخیستل شوي او د هیواد اقتصاد ته تاوان رسېدلی دی. وزیراعظم زياته کړه، د اپريل پر ۱۱مه چې هغه د خپلې دندې سوګند پورته کولو، د يو ډالر بیه ۱۸۲ روپۍ وه.

په پاکستان کې د ډالر د ارزښت د لوړېدو لړۍ پرلپسې دوام لري. د مې پر ۱۹مه د یو ډالر قیمت د ۲۰۰ روپو تاریخي لوړې کچې ته د رسېدو وروسته نن، د مې پر ۲۱مه، د اسعارو بازار کې یو ډالر په ۲۰۰ روپو پنځه پیسو اخیستل کېږي او په دوه سوه دوه روپو خرڅول کېږي.

د وزیراعظم د دغو تازه څرګندونو په اړه تحریک انصاف لا څه نه دي ویلې خو هغوی له اقتداره لرې کېدو راهېسې د پاکستان په لویو ښارونو کې د اوسني ایتلافي حکومت پر ضد لاریونونه او مظاهرې کوي خو زیاتره تمرکز یې دې خبرې ته وي چې د عمران خان حکومت د بهرني سازش په نتیجه کې ختم کړل شوی دی. د تحریک انصاف د مشرانو دا ادعا په وار وار د مسلم لیګ نون، پاکستان پیپلز ګوند او په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شاملو نورو اتحادي ګوندونو لخوا رد شوې.

XS
SM
MD
LG