ثناالله دا خبره د مې پر درېیمه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد امریکا غږ راډیو ته وویل چې که د هېواد "مقتدر قوتونه" ضمانت ورکړي نو د تحریک انصاف مشر عمران خان له وزیراعظم شهباز شریف سره د انتخاباتو پر موضوع خبرو ته اماده دی.