د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت: پاکستان تحریک انصاف ته په اسلام اباد کې د لاريون اجازه نه ورکوو


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف (کېڼ اړخ ته) او د کورنيو چارو وزير رانا ثناوالله (ښي اړخ ته) ناست دی. د ۲۰۱۸ز کال انځور
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف (کېڼ اړخ ته) او د کورنيو چارو وزير رانا ثناوالله (ښي اړخ ته) ناست دی. د ۲۰۱۸ز کال انځور

د پاکستان حکومت ويلي چې تحریک انصاف ګوند ته به د اسلام اباد پر لور د لاریون کولو اجازه نه ورکوي.

دا خبره د دې هېواد د داخله چارو وزیر رانا ثناوالله د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وکړه. نوموړي وويل چې کابینې فيصله کړې ده چې پاکستان تحریک انصاف ګوند ته به د لانګ مارچ کولو اجازه نه ورکوي او مخه به يې نيول کېږي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د مې پر ۲۵مه د اسمبلۍ ماتولو او د نوو انتخاباتو د غوښتنو لپاره لاريون اعلان کړی چې ورته يې د "ازادۍ مارچ" نوم ورکړی دی.

خو رانا ثناوالله په خبرې غونډه کې دې ته د "فتنې او فساد مارچ" نوم ورکړ چې په ادعا يې دا مارچ د قام "تقسيمولو او په هېواد کې د ګډوډي" رامنځ ته کولو لپاره کېږي.

هغه زیاته کړه: "د قام د تقسيمولو اېجنډا به پر مخ تلو ته نه پرېږدي."

نوموړي وويل چې پرامنه لاريون د هرچا حق دی خو د ده په ادعا دوی (پاکستان تحريک انصاف) د پرامنه احتجاج لپاره اسلام اباد ته نه دې ور روان.

هغه وويل چې هيچا ته به د اسلام اباد د بندولو اجازه ورنکړي. "که دوی (پاکستان تحریک انصاف) دې ته د خوني احتجاج نوم ورکړی نه وای نو موږ به يې په مخ کې نه وو درېدلي. حېرانه شوم چې په اسلام اباد های کورټ کې د اورېدنې پر مهال له دوی څخه بیان حلفي وغوښتل شو چې دوی يې له ورکولو انکار وکړ نو له دې څخه د دوی ارادې څرګندېږي."

له رانا ثناوالله سره په خبرې غونډه کې د اتحادي ګوندونو هغه مشران هم ناست ول چې په کابینه يې دا فیصله تاييد کړې ده.

خو د حکومت تر دې اعلان سمدستي وروسته د مې پر ۲۴مه عمران خان په پېښور کې خبرې غونډې ته وينا وکړه او وې ويل چې هغه به سبا (مې پر ۲۵مه) په يو لاريون کې له خيبرپښتونخوا څخه اسلام اباد ته ځي.

نوموړي پر پوځ او عدليې غږ وکړ چې د هېواد حالاتو ته په کتو سره دې "مداخله" وکړي. عمران خان د پوځ د نوم له اخيستو پرته وويل چې څوک غېرجانبداره دي، "هغوی خپله سوګند پورته کړی چې د پاکستان د خودمختارۍ او مځکني تماميت ساتنه به کوي."

د پاکستان پوځ په وار وار ويلی چې د هېواد په سياست کې مداخله نه کوي او غېرجانبداره دی. خو عمران خان په خبرې غونډه کې وويل چې که چيرې دا هېواد د تباهۍ پر لور ولاړ نو تاسو به يې هم ذمه واره یاست.

نوموړي پر عدلیې غږ وکړ چې "حکومت ټول هېواد تړلی، د پاکستان تحریک انصاف غړي او مشران ځورول کېږي نو ایا عدلیه د دې اجازه ورکوي؟ او که يې ورکوي نو د ده په وينا، له دې سره به د عدلیې باور ته زیان ورسېږي."

هغه زیاته کړه:"له عدلیې او غېر جانبداره پوښتنه کوم چې کوم يو جمهوري حکومت داسې کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا د حکومت پرضد تر اعلان شوي لاريون یوه ورځ وړاندې په اسلام اباد کې دفعه ۱۴۴ لګول شوې ده.

د اسلام اباد انتظاميې د مې پر ۲۳مه نېټه په سرکاري اعلاميه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوم اخيستو پرته ويلي چې د ټولنې ځينې خاصې کړۍ په غېر قانوني توګه د اسلام اباد په حدودو کې راغونډېږي چې له کبله يې په ممکنه توګه د امن و امان خطر پېښېدلای شي.

اعلاميه زیاتوي چې دې حالاتو ته په پام سره دوی دفعه ۱۴۴ لګوي چې له مخې يې د اسلام اباد په ولسي ځايونو کې به پر غونډو يا د څلورو او تر دې زیاتو کسانو پر راغونډېدو بندېز وي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې پر حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره لاريون اعلان کړی. د ياد ګوند مشرانو ادعا کړې چې د لاريون د مخنيوي لپاره پوليسو په پنجاب او اسلام اباد کې د چاپو پر مهال د ګوند ۴۰۰ غړي نيولي دي.

د پاکستان تحريک انصاف يو مخکښ فواد چوهدري د مې پر ۲۴مه نېټه پر ټويټر پاڼه ادعا کړې چې په پنجاب صوبه کې د دوی د ګوند د ۱۱۰۰ غړيو پر کورونه پوليسو چاپې وهلې. د هغه په ادعا چې په دې کې ۴۰۰ کسان پوليسو نيولي دي.

پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې پوليس د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشرانو لکه حماد اظهر، عثمان ډار، فيض الحسن چوهان، ملک وقار احمد او نورو پر کورونو چاپې وهي خو البته د دې ويډيوګانو د کره والي تصديق نه شي کېدلای.

د چاپو پر مهال د لاهور په ماډل ټاون کې د يو کس په ډزو کې يو پوليس والا وژل شوی دی. د لاهور د پوليسو مشر سهيل چوهدري د روغتون مخې ته خبریالانو ته وويل چې د مې پر ۲۳مه نېټه د شپې ناوخته د چاپې پر مهال د کمال خان په نوم يو سپاهي وژل شوی.

د پاکستان د داخله چارو وزیر رانا ثناوالله د مې پر ۲۴مه نېټه پر ټويټر پاڼه تور پورې کړ چې د پوليس سپاهي کمال خان "وژنه ثابتوي چې عمران خان "ترهګر" دی"

خو د تحریک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۲۴مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې پرامنه احتجاج د هر وګړي حق دی خو د ده په وينا، په اسلام اباد او پنجاب کې د پي ټي ای د مشرانو او غړيو د نيولو لپاره وهل شوې چاپې د واکمنۍ پر مهال د مسلم ليګ نواز "فسطايي فطرت" په ګوته کوي.

د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو او غړيو پرضد د پوليسو چاپې له هغه وروسته پیل شوې چې کله د مې پر ۲۳مه نېټه عمران خان په پېښور کې د خبرې غونډې پر مهال د مسلم لیګ نواز په مشرۍ حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور د مې پر ۲۵مه نېټه د لاریون کولو اعلان وکړ.

نوموړي پر دې مهال خبریالانو ته وویل چې د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو به په اسلام اباد کې احتجاج ته دوام ورکوي.

ده وویل، "په هېڅ صورت کې به دوی (اوسنی حکومت) نه منو. تر څومره وخته پورې چې ایسارېدل وي نو ایسارېږو به. موږ د انتخاباتو نېټه او د اسمبلیو ماتېدل غواړو. دا د پاکستان د ريښتينې ازادۍ جګړه ده."

عمران خان پر پوځ، پولیسو او نورو ملکي ادارو هم غږ وکړ چې د ده په وینا بې طرفي وکړي او د دوی د لاریون له مخنیوي ډډه وکړي.

ده وویل، "زه خپل پوځ ته وایم، تاسو وایاست چې موږ بې طرفه یو، نو بې طرفه اوسئ، دا د دې ملک د خوندیتوب جګړه ده."

عمران خان غوښتنه کوي چې حکومت دې قامي اسمبلۍ ماته کړي او د نوو ټاکنو اعلان دې وکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان له خوا لاریون تر اعلان وروسته تور پورې کړی چې نوموړی په ملک کې کورنۍ جګړه غواړي.

شهباز شریف د پنجاب په بهاولپور کې خبریالانو ته وویل، "عمران خان په ملک کې کورنۍ جګړه غواړي او دی په غلطه دی، قوم به دی تر ګرېوان ونیسي او دی به ونه بخښي."

بل پلو د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د عمران خان د دوو لویو غوښتنو په اړه ویلي چې په ملک کې د انتخاباتو نېټه اعلانول د اوسني حکومت کار دی.

نوموړې زیاته کړې چې که عمران خان په ملک کې نوي عام انتخابات کولای نو ولې يې هغه وخت نه کول چې دی په واک کې وو؟

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د اوسني حکومت پرضد د ملک په یو شمېر ښارونو کې تر پراخو احتجاجي جلسو وروسته اوس اسلام اباد ته لاریون کوي.

نوموړی تور پورې کوي چې د امریکا په سازش یې حکومت ختم شوی وو خو امریکا او د پاکستان اوسنی حکومت دا تور ردوي.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو ويلي چې د امنيت لپاره یې ۲۲۰۰۰ پولیس سرتيري ورغوښتي دي. د مشال راډيو خبريال وايي چې په اسلام اباد کې په بېلابېلو ځايونو کې کنټېنرونه ايښودل شوي دي. ټاکل شوې چې د اسلام اباد پر لور به دا لاريون سبا (۲۵م مې) له پېښوره پيليږي.

XS
SM
MD
LG