د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تحريک انصاف مخکښه شيرين مزاري پوليسو نيولې


د پاکستان د تیرې کابینې غړي شیرین مزاري، فواد چودري او شېخ رشید احمد
د پاکستان د تیرې کابینې غړي شیرین مزاري، فواد چودري او شېخ رشید احمد

د پاکستان تحريک انصاف مخکښه او د بشري حقونو پخوانۍ وفاقي وزيره شيرين مزاري نيول شوې ده.

د شيرين مزاري لور او وکېلې ايمان زېنب مزاري نن (د مې په ۲۱مه) په خپل يو ټويټ کې ویلي دي چې نارينه پوليسو يې مور وهلې او له ځان سره يې بېولې ده. نوموړې وروسته د اسلام اباد د کوهسار پولیس تاڼې په مخکې خبریالانو ته وویل:

"زما مور تښتول شوې ده، زه دې ته ګرفتاري نه وایم، ځکه کله چې څوک ګرفتاریږي، پولیس یې کورنۍ ته وار له مخې اطلاع ورکوي، زه نپوهېږم مور مې اوس چېرته ده؟ که پر هغې څه وشول نو زه به دوی پرېنږدم."

خو د پاکستان شخصي ټي وي جيو نیوز يوه ويډيو خپره کړې چې پکې ښکاري، د پولیسو ښځينه سرتیرې، شيرين مزاري له ځانه سره بیايي او پر دغه مهال مېرمن مزاري هغوی ته بدې ردې وايي. له خپرې شوې ویډیو ظاهرا ښکاري چې مېرمن مزاري تورې چشمې اچولي دي،کپړې يې روغې دي او د تشدد نخښې پرې هم نه ښکاري.

د مزاري لور وايي چې دې ته يوازې دومره ويل شوي چې مور يې د لاهور د درغليو مخنيوي څانګې بېولې ده. د تحريک انصاف يو غړي شهباز ګل بيا په خپل يو ټويټ کې وېلي دي چې شيرين مزاري په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته نيول شوې ده.

لا هم مرکزي حکومت يا د پنجاب حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. د اسلام اباد پولیسو د شیرین مزاري د نیولو پېښه تایید کړې ده. دوی وايي، نوموړې د پنجاب د اینټي کرپشن (اداري فساد ضد) پولیسو لخوا نیول شوې ده.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان لیکلي، د پنجاب د اداري فساد ضد د پولیسو ادارې هغوی ته پخلی کړی چې شیرین مزاري یې ګرفتاره کړې ده.

پاکستاني رسنيو د سرچينو په حواله ویلي چې له ډېره وخته راهيسې د شيرين مزاري خلاف د ځمکې یو کېس روان وو.

XS
SM
MD
LG