د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: ټولې ادارې بايد په خپل اييني چوکاټ کې کار وکړي


مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

د پاکستان په ایتلافي حکومت کې شامل، جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په دې هېواد کې په بېلابېلو ادارو غږ کړی چې د ملکي حکومت په چارو کې دې ګوتې نه وهي.

نوموړي د مې په ۲۱مه په پېښور کې د خپل ګوند غړيو ته په يوه جلسه کې د وينا په مهال د پاکستان سپريم کورټ د ججانو پر ځينو پرېکړو نيوکه وکړه او هغوی ته یې وويل چې په خپل قانوني چوکاټ کې واوسي. سپريم کورټ‌ تېره اونۍ پر حکومت بندیز لګولی وو چې د احتساب قامي ادارې ځيني افسران به له دندې نه ليرې کوي.

مولانا فضل الرحمان په خپل تقریر کې وويل: "محترم سپريم کورټ او محترمو ججانو ته په ډير ادب سره وايم چې که تاسو د حکومت په اجرايه کارونو کې ګوتې وهئ نو بیا خو راشئ او خپله حکومت وکړئ."

مولانا فضل الرحمن په خپله وينا کې پر پوځ هم غږ وکړ او زیاته یې کړه: "زه د پوځ مشرولۍ او ایسټبلشمینټ ته هم پېغام ورکول غواړم چې کله زموږ له ستاسو ګيله وه نو په ډاګه مو ګیله کوله. موږ خبره نه ده پټه کړې خو که نن ستاسو پخپل اییني چوکاټ کې خپلو فرایضو پوره کولو طرف ته تلل غواړئ نو موږ به تاسو سره ولاړ یو."

د پاکستان پوځ همیشه په سیاست کې ګوتې وهل رد کړې او وياند یې، جنرال بابر افتخار په دې وروستیو کې بيا بيا په خبري غونډو کې ويلي چې سیاستوال دې په سیاست کې د پوځ له ښکېلولو ډډه وکړي.

په پېښور کې د جلسې په وخت مولانا فضل الرحمن د پخواني وزیراعظم عمران خان دا ادعا يو ځل بیا رد او چېلنج کړه چې هغه وايي نوموړی د امريکې په سازش له وزيراعظمۍ ليرې شوی دی. مولانا فضل الرحمن زیاته کړه چې د هغه وخت اپوزیشن ګوندونو په جمهوري طریقه د عدم اعتماد تحريک له لارې، د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت ځکه ختم کړ چې په ملک کې ګراني زیاته او نورې چارې په ټپه ولاړې وي : "د هېواد معیشت تا ډوب کړی دی او بیا وايي چې امریکې سازش کړی. ستا په کابینه کې پنځلس امریکايي او اروپايي شهریت لرونکي وو. ستا خلاف سازش نه دی شوی، ستا خلاف موږ جمهوري تحریک چلولی."

بلخوا عمران خان هم خپلو جلسو او دې بيانیې ته زور ورکړی چې هغه د نړيوال سازش له وجې له وزيراعظمۍ ليرې شوی دی. امریکا د هغه تورونه رد کړي دي. عمران خان د ژر انتخاباتو غوښتونکی دی خو د هغه پر ځای راغلي وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې ټاکنې به په ۲۰۲۳ کال کې په خپله اييني نېټه کيږي.

XS
SM
MD
LG