د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) د مې پر اتمه نېټه په بیان کې ويلي چې ځينې سياستوالان، خبريالان او څېړونکي په ولسی ځايونو او پر "ټولنيزو رسنيو مستقيماً او په ارادي توګه" په حوالو ورکولو د پوځ او د دې ادارې د مشرتابه په اړه خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون (د مې پر شپږمه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د امريکا بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن، خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري ته د مې پر ۱۸مه، په نيويارک ښار کې، د غذايي خوندیتوب په نړيواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د پاکستان د موسمیاتو ادارې یوه مشر مشتاق شاه ویلي دي چې په هېواد کې ۵۰ داسې ډنډونه دي چې حساسه بلل کېږي ځکه چې د ګرمۍ له وجې د غرونو واورې ویلېدو له وجې پکې د اوبو زېرمې لوړېدای شي او په خیبر پښتونخوا کې د سېلاو لامل کېدای شي.
د پاکستان پوځ وايي د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو پرضد عملیات پراخ کړي دي.
حافظ طاهر محمود اشرفي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د پاکستان رسنیو وویل چې مزارۍ په دې اړه د ملګرو ملتونو ځانګړو پلټونکو او د بشري حقونو شورا ته لیک استولی دی.
د مریم اورنګزېب تر څرګندونو لږ ساعت وروسته د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه مخکښ مشر فواد چودري په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې د کمېشن جوړېدل ردوي.
د پاکستان اوسني حکومت ویلي دي چې د انتخاباتو کولو پرېکړه خپله کوي او همداراز یې ټینګار کړی دی چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کوي.
ثناالله دا خبره د مې پر درېیمه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد امریکا غږ راډیو ته وویل چې که د هېواد "مقتدر قوتونه" ضمانت ورکړي نو د تحریک انصاف مشر عمران خان له وزیراعظم شهباز شریف سره د انتخاباتو پر موضوع خبرو ته اماده دی.
نور وښیئ