د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عدم اعتماد تحریک لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه د مارچ پر ۲۵مه کېږي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه د روانې مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه رابلل شوې ده.

دا خبر د قامي اسمبلۍ پر رسمي ټوېټر پاڼه خپور شوی دی

د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په دې لړ کې د حزب اختلاف په غوښتنه د راتلونکې جمعې په ورځ د مارچ پر ۲۵مه، یوولس بجې د اسمبلۍ غونډه وربللې ده.

حزب اختلاف د قامي اسمبلۍ د سپېکر په دفتر کې د مارچ په ۸مه د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی وو.

بلخوا اپوزیشن ګوندونو د مارچ پر ۲۰مه په يوه شريکه خبرپاڼه کې وويل چې د وزیراعظم خلاف عدم اعتماد تحریک او سياسي حالات به په اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) پر کېدونکې غونډه هېڅ اغېز و نه کړي.

د او ای سي غونډه د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه د قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې د ملګرتیا، انصاف او پرمختیا لپاره د همکارۍ رامینځ ته کولو تر نامه لاندې رابلل شوې ده.

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۹مه د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د نورو اپوزیشن ګوندونو له مشرانو سره يوځای په يوه خبري غونډه کې ويلي ول، که پر عدم اعتماد تحريک رایه اچول ځنډېږي نو دوی به په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړي.

یاده دې وي چې واکمن تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ خپلو هغو غړو ته نوټسونه لېږلي دي چې د وزيراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا یې کړې ده. رسنيوو د دې کسانو شمېر ۲۴ ښودلی دی.

د تحريک انصاف مشر او د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مارچ په ۱۹مه يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې دا سياستوال به د ولس له قهره ووېرېږي او زر به ورستانه شي. خو له اپوزیشن سره ملګري شوي دې کسانو کې ځينو یې پاکستاني رسنيو ته ويلي چې دوی د عمران خان له رویې خوشاله نه وو نو ځکه د نوموړي د ليري کولو لپاره د اپوزیشن لخوا راوړل شوي د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا کوي.

XS
SM
MD
LG