د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه روانه ده


د اسلامي همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه د مارچ پر ۲۲مه پاکستان د قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې پیل شوه چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم ګډون پکې وکړ.
د اسلامي همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه د مارچ پر ۲۲مه پاکستان د قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې پیل شوه چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم ګډون پکې وکړ.

نن (مارچ ۲۲مه) په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ای سي د بهرنيو چارو وزيرانو ۴۸مه غونډه پيل شوې چې دوې ورځې به دوام ولري.

دا دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان د قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې کېږي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم ګډون پکې وکړ.

نوموړي غونډې ته د خپلې وينا په پيل کې خوښې وښوده او ګډونوالو ته يې مبارکي ورکړه چې ملګرو ملتونو د مارچ ۱۵مه د "اسلامو فوبيا" يا له اسلام څخه د وېرې، کرکې يا تعصب د مخنيوي ورځ ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۱۵مه د "اسلاموفوبيا" په اړه د پاکستان لخوا وړاندې کړل شوی قررداد منظور کړ.

دا ورځ په دې مناسبت ټاکل شوې چې د ۲۰۱۹ز کال د مارچ پر ۱۵مه د نیوزيلېنډ په کرايسټچرچ ښار کې يوه اسټرالیایي وګړي پر دوو جوماتونو په وسله وال بريد کې ۵۱ مسلمانان وژلي ول او شاوخوا ۴۰ نور يې ژوبل کړي ول.

په نیوزي لېنډ کې د کرائسچرچ قربانيانو په ياد ملي ماتم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

عمران خان په خپله وينا کې زياته کړه چې په نړۍ کې د مسلمانانو ابادي يو نيم ارب ده خو ارزښت نه ورکول کېږي.

"اسلام او مسلمانان له ترهګرۍ سره تړل کېږي چې متاسفانه د دې هرڅه ذمه وار موږ پخپله يو او هغه ځکه چې د دې بيانيې د ختمولو لپاره اسلامي هېوادونو هيڅ نه دي کړي. "

نومومړي پرمخ وويل چې د اسلام پيغمبر د خلکو د يووالي درس ورکاوه او د خلکو په منځ د تقسيم خلاف وو. نوموړي زياته کړه چې انصاف د ټولنو د پرمختګ ضامن دی او په هر ځای کې بايد عدالت تامين شي.

وزيراعظم عمران خان په خپله ووينا کې د افغانستان ذکر هم وکړ او زياته يې کړه چې په تيرو ۴۰ کلونو کې د نړۍ يو قام هم د افغانانو په څير نه دی اغېزمن شوی. نوموړي زياته کړه چې افغانستان دا وخت له بشري ناورين سره مخامخ دی او وګړي يې نه خوښوي چې نور خلک خپلې پرېکړې په دوی ومني.

بلخوا د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ځانګړي مېلمه په توګه دې غونډې ته وربلل شوی وو.

د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه کېدونکې دې غونډه کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي ګډون کوي. د طالبانو د حکومت په استازيتوب د بهرنيو چارو وزارت د سياسي څانګې مشر محمد اکبر عظيمي هم په دې غونډه کې ګډون لري.

د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه کېدونکې دې غونډه کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي ګډون کوي.
د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه کېدونکې دې غونډه کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي ګډون کوي.

د غونډې موضوع د يووالي، انصاف او پرمختيا لپاره همکاري کول ده چې د اسلامي هېوادونو پر استازو سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو ادارو استازي هم د مبصرینو په حيث ګډون پکې کوي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو د شورا په ۴۸مه غونډه کې به اسلامي هېوادونو ته پر ورپېښو امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چېلنجونو، او د افغانستان، فلسطین او د هند تر انتظام لاندې کشمیر په اړه به هم بحث کېږي.

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په ۱۹۶۹ز کال کې رامنځ ته شوی چې مرکزي دفتر يې د سعودي عرب په جده ښار کې دی. د نړۍ ۵۷ اسلامي هېوادونه د دې سازمان غړيتوب لري.

XS
SM
MD
LG