د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: حکومت او مخالفين يې د ولسي غونډو او پرلت چمتووالی نيسي


د پاکستان د قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده: انځور له ارشیفه

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک له جمع کېدو وروسته، د اپوزیشن ګوندونو او واکمنې پارټۍ تحريک انصاف لخوا په اسلام اباد کې د ولسي غونډو تیارۍ روانې دي.

د پاکستان جمهوري تحریک ویاند سېنېټر حافظ حمدالله د مارچ پر ۲۵مه، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د مارچ له ۲۶مې نېټې نه به د جمعیت علمای اسلام (ف) پلویان په اسلام اباد کې پر کشمیر های وی راټولېدل پېلوي. دوی له ډېره اسماعیل خان نه روانیږي او د مارچ تر ۲۸مې به هلته په اسلام اباد کې په پرلت ناست وي.

د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل رحمان: انځور له ارشیفه
د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل رحمان: انځور له ارشیفه

له هغې وروسته به د مخالفو ګوندونو مشران د راتلونکي په اړه فیصله کوي. مسلم لیګ نون هم د مارچ پر ۲۶مه، له لاهوره د اسلام اباد په لور روانېږي خو په ګوجرانواله کې به نن دمه کوي.

بلخوا د مارچ پر ۲۷مه، په اسلام اباد پریډ ګراونډ کې، د پاکستان تحریک انصاف جلسه کېدونکي ده چې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر نوم ورته ورکړل شوی دی.

حکومت مخالفه ګوندونه وایي، د ګرانۍ خلاف راووځې ځکه چې د هغوی په خبره، د موجوده حکومت پالیسۍ ناکامې شوې دي. خو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې خراب اقتصاد ورته له نورو ګوندونو په میراث کې پاتې شوی چې د رغولو هڅې یې کوي.

د پاکستان وزیراعظم وايي، د اپوزیشن له مظاهرو نه ډارېږي او مقابله به یې کوي: انځور له ارشیفه
د پاکستان وزیراعظم وايي، د اپوزیشن له مظاهرو نه ډارېږي او مقابله به یې کوي: انځور له ارشیفه

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید، د مارچ پر ۲۵مه، په اسلام اباد کې د یوې غونډې د مشرۍ پر مهال ویلي چې سیاسي ګوندونه دې په ټاکلو شویو ځایونو کې جلسې وکړي او عام ولس ته دې په تګ راتګ کې مشکلات نه جوړوي. په غونډه کې وویل شول چې د امنیت لپاره رینجرز او د پولیسو نفري تعینات شوې ده.

تر دې وړاندې، د پاکستان د تحريک انصاف حکومت خلاف په جوړ شوي ایتلاف " پاکستان جمهوري تحریک" کې د شاملو ګوندونو غړي د مارچ پر ۲۴مه، د پاکستان له بېلابېلو ښارونو نه، اسلام اباد لوري ته روان شوي دي. لومړۍ قافلې د مارچ په ۲۴مه له کراچۍ د جمعيت علمای اسلام او مسلم ليګ (ن) د غړو دي چې پر ګاډو یې د سياسی شعارونو بينرونه لګولي وو. دوی به د حکومت په خلاف په هغه لانګ مارچ کې ګډون کوي چې پي ډي اېم یې نېټه د مارچ ۲۶مه ايښې ده. همدا رنګه د بلوچستان له مرکز کوټې نه هم په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شاملو ګوندونو پلویان د مارچ پر ۲۵مه اسلام اباد ته روان شوي دي.

بل پلو، د قامي اسمبلۍ غونډه، د مارچ پر ۲۵مه، پر وزيراعظم د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو پرته وځنډول شوه. کله چې غونډه پيل شوه نو سپيکر اسد قیصر وویل، د قامي اسمبلۍ د یو غړي خیال زمان اورکزي د وفات له کبله غونډه د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې ځنډوي.

اسد قیصر وویل، دا د پارلېمان یو روایت دی چې کله هم د قامي اسمبلۍ کوم غړی وفات شي، نو اجلاس تر بلې کاري ورځې پورې ځنډول کېږي نو ځکه دوی روانه غونډه د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې ځنډوي.

حکومت مخالفه ګوندونو پر وزيراعظم عمران خان د عدم اعتماد تحريک د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې جمع کړ. د پاکستان د ايين د ۵۴مې مادې له مخې سپیکر مکلف وي چې تر تحريک وړاندې کولو وروسته په ۱۴ ورځو کې دننه د اسمبلۍ غونډه راوغواړي او قرارداد پکې وړاندې کړي.

بلخوا اسمبلۍ ته تر قرارداد وړاندې کولو وروسته بايد له دريو څخه نيولې بيا تر اوو ورځو پورې په يوه ځانګړې ورځ پر هغه قرارداد د اسمبلۍ له غړيو رايه واخلي.

XS
SM
MD
LG