د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د قامي اسمبلۍ غونډه پر وزيراعظم د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو پرته وځنډول شوه


د پاکستان وزيراعظم عمران د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي، انځور له ارشيفه
د پاکستان وزيراعظم عمران د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي، انځور له ارشيفه

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر نن (مارچ ۲۴مه) هغه غونډه تر راتلونکې دوشنبې (مارچ ۲۸مې) پورې وځنډوله چې پکې تمه کېده، د وزیر اعظم عمران خان خلاف به د بې باورۍ تحريک پکې وړاندې شي.

تر دې وړاندې، د قامي اسمبلۍ مرکزي دفتر د مارچ پر ۲۴مه د غونډې په اړه یوه ۱۵ نکاتي اجنډا جاري کړې وه چې د وزيراعظم خلاف د بې باورۍ تحریک هم پکې شامل وو، خو کله چې نن غونډه پيل شوه نو سپيکر اسد قیصر وویل، د قامي اسمبلۍ د یو غړي خیال زمان اورکزي د وفات له کبله غونډه د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې ځنډوي.

اسد قیصر وویل، دا د پارلېمان یو روایت دی چې کله هم د قامي اسمبلۍ کوم غړی وفات شي، نو اجلاس تر بلې کاري ورځې پورې ځنډول کېږي نو ځکه دوی روانه غونډه تر راتلونکې دوشنبې پورې ځنډوي.

خیال زمان اورکزی په قامي اسمبلۍ کې د خيبر پښتونخوا له هنګو څخه منتخب شوی استازی وو چې د روان ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.

د قامي اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې همدا راز د پاکستان د پخواني ولسمشر رفیق تارړ، پخواني سېنېټر رحمان ملک او په دا وروستيو کې په پېښور کې د شيعه ګانو پر په یوه جومات په ځانمرګي بريد کې د وژل شویو کسانو لپاره هم دعا وشوه.

په نننۍ غونډه کې د حکومت مخالفه ګوندونو ګڼو استازو ګډون کړی وو. په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر او د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند صدر شهبار شريف، د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او د دې ګوند شريک مشر اصف علي زرداري په ګډون يوشمېر نور مخکښان موجود ول.

خو په دې غونډه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او وزيراعظم عمران خان ګډون نه وو کړی البته د ګوند يوشمېر نور مشران او ځينې وزيران ورغلي ول. بلخوا د واکمن ګوند ناراضه غړو په نننۍ غونډه کې ګډون نه وو کړی او همدا راز د حکومت اتحادي ګوندونو غړي هم غونډې ته نه وو ورغلي.

د اسمبلۍ تر غونډې وروسته د حکومت مخالفه ګوندونو مشرانو له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د اسمبلۍ سپيکر د ايين له ۵۴مې مادې څخه سرغړونه کړې ده. پر دې مهال د حزب اختلاف مشر شهباز شريف تور پورې کړی چې سپيکر اسد قيصر له وزيراعظم عمران خان سره په ګډه "سازش" کړی دی.

حکومت مخالفه ګوندونو پر وزيراعظم عمران خان د عدم اعتماد تحريک د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې جمع کړ. د پاکستان د ايين د ۵۴مې مادې له مخې سپیکر مکلف وي چې تر تحريک وړاندې کولو وروسته په ۱۴ ورځو کې دننه د اسمبلۍ غونډه راوغواړي او قرارداد پکې وړاندې کړي. بلخوا اسمبلۍ ته تر قرارداد وړاندې کولو وروسته بايد له دريو څخه نيولې بيا تر اوو ورځو پورې په يوه ځانګړې ورځ پر هغه قرارداد د اسمبلۍ له غړيو رايه واخلي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده، خو دوی ادعا کوي چې د اسمبلۍ شاوخوا ۲۰۰ غړي ورسره همفکره دي او د وزيراعظم عمران خان پرضد به د تحريک عدم اعتماد په ملاتړ کې رايه وکاروي.

بلخوا د قامي اسمبلۍ د وېپپاڼې له مخې، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت او د دوی اتحادي ګوندونه دا وخت په اسمبلۍ کې ۱۷۸ غړي لري او د حکومت مخالفه غړيو شمېر بيا ۱۶۲ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د واکمن ګوند د اسمبلۍ يوشمېر غړي له حکومت څخه "منحرف" شوي چې د راپورونو تر مخې شمېر شاوخوا ۲۰ دی. بلخوا اتحادي ګوندونو هم د وزيراعظم پرضد په عدم اعتماد تحريک کې له حکومت سره د درېدو غوټ دريځ نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG