د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيراعظم عمران خان ته د جلسو کولو ضرورت ولې پېښ شوی؟


د پاکستان تحريک انصاف ملاتړي جلسې ته روان دي
د پاکستان تحريک انصاف ملاتړي جلسې ته روان دي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په تېرو دريو اوونيو کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ، مانسهره، دير، د پنجاب په کماليه او په پلازمېنه اسلام اباد کې جلسې کړې دي.

واکمن تحريک انصاف ګوند دا جلسي وروسته له هغې کړي چې په قامي اسمبلۍ کې مخالفو سياسي ګوندونو د وزيراعظم پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړی او په راتلونکو ورځو کې به پرې رايې اچول کېږي. مخالفو سياسي ګوندونو هم ولسي غونډو ته دوام ورکړی دی خو څيړونکو ته د اپوزېشن غونډې عادي مګر د حکومت هغه غيرعادي ښکاري.

د حکومت لخوا جلسې کول غیرعادي خبره ده. حکومتونه جلسې نه بلکې ترقیاتي کارونه کوي
زاهد حسین

د سياسي چارو شنونکي زاهد حسين د مارچ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې حکومتونه د خلکو د زړونو ګټلو لپاره جلسې نه بلکې پرمختيايي‌ کارونه کوي. هغه زیاته کړه: ((دا غير عادي خبره ده چې يو حکومت جلسې کوي. په موجوده حالاتو کې د خپل قوت مظاهره کول غيرمعمولي کار دی. زما په فکر دا د عمران خان صیب يو ښه سنجول شوی ګام دی. د دې مقصد دا دی چې راتلونکې اونۍ څه کېږي نو له هغې مخکې دا وښيي چې ولس له هغه سره ولاړ دی.))

د زاهد حسين په خبره له دې لارې عمران خان له خپل ګونده د وتونکو سیاستوالو مخه هم نیسي خو نوموړی زیاتوي: ((له دې وجې ډير خطرناک حالات هم جوړيډای شي. موږ ګورو چې په پارليمان کې دننه د جګړې ماحول دي او اوس دا ماحول له پارليمانه بهر هم جوړ شوي دي.))

د وزيراعظم پرضد د بې باورۍ تحريک راوړل کېدو وروسته د واکمن ګوند ګڼ شمېر غړو د عمران خان خلاف رايي اچولو اشارې ورکړي دي. د حکومت اتحادي‌ګوندونو هم د اپوزېشن سره خبرې کړې او په ښکاره یې د عمران خان له رویې شکايت کړی دی.

په پيښور کې د ډان ټيليوژن بيورو چيف علي اکبر خان د مارچ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې واکمن تحريک انصاف ګوند نوی او خطرناک سياسي روايات جوړ کړي چې د ده په وينا ناسمه خبره ده.

هغه زیاتوي چې که سبا د يو بل وزیراعظم پرضد عدم اعتماد تحريک راځي نو هغه به هم ولس سړکونه ته راوباسي. ((حکومت څو څو ځل په ايين کې بدلونونه وکړل او چې دا هم کار ونه کړي نو صدارتي ارډيننس جاري کېږي. عدم اعتماد يو اييني اقدام دی او بايد د حکومت ځواب هم د ايين تر چوکاټ لاندې وي.))

علي اکبر زياته کړه چې وزيراعظم له پکار ده چې له ايين سره سم په پارليمان کې د زياتو غړو لرل ثابت کړي نو نه یې ولسي جلسو ته ضرورت نه وي او نه به هم د دا قسم غونډو سره مخصوصو ادارو ته پېغام رسوي.

دومره لویې جلسې به له تحريک انصاف څخه تلونکي غړي په بیا فکر کولو مجبوره کړي
شایق حسین

خو په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي شايق حسين د مارچ پر ۲۷مه مشال راډو ته وويل چې پخواني وزيراعظم نواز شريف هم جلسې کولې او سياستوالان دا جلسې خپلو ګټو لپاره کوي. ((دومره لویې ولسي غونډې چې وشي نو ظاهره خبره ده چې منحرف غړي او اتحاديان به پر دې خبره مجبوره شي چې وزيراعظم عمران خان لا هم مينه وال لري. دا جلسې به لوی سیاسي اثر کوي.))

د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده، خو دوی ادعا کوي چې د اسمبلۍ شاوخوا ۲۰۰ غړي ورسره همفکره دي او د وزيراعظم عمران خان پرضد به د تحريک عدم اعتماد په ملاتړ کې رايه وکاروي.

بلخوا د قامي اسمبلۍ د وېبپاڼې له مخې، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت او د دوی اتحادي ګوندونه دا وخت په اسمبلۍ کې ۱۷۸ غړي لري او د حکومت مخالفه غړيو شمېر بيا ۱۶۲ دی.

XS
SM
MD
LG