د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: پر سیند هاوس برید کوونکي، د واکمن ګوند غړي په ضمانت خوشې شول


د مارچ  پر ۱۸مه، د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویان په اسلام اباد کې سیند هاوس ودانۍ ته په زور ورننوتل

د پاکستان چیف جسټس ، په اسلام اباد کې پر سیند هاوس د واکمن ګوند د غړو لخوا د برید، له خپلې غاړې (ازخود) نوټس اخيستی.

پاکستانیو برېښنايي رسنیو د مارچ پر ۱۹مه لیکلي چې د چیف جسټس عمر غطا بندیال په مشرۍ کې غونډه کېږي او عدالت په دې لړ کې لوی څارنوال ( اټارني جنرل) ته نوټس جاري کړی او د اسلام اباد دپولیسو مشر (انسپکټر جنرل) ته هم حکم کړی چې په دغه غونډه کې دې ګډون وکړي.

دا له هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۱۸مه، د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو په اسلام اباد کې د سیند هاوس مخې ته احتجاج وکړ او وروسته یادې ودانۍ ته په زور ورننوتل.

د دغو احتجاج کونکیو مشري د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ دوو غړو فهیم خان او عطاالله کوله. پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د اسلام اباد په حساسه سیمه رېډ زون کې لومړی دغو مظاهره چیانو د سیند هاوس دروازه ماته کړه او دغه ودانۍ ته ورغلل. وروسته پولیسو د قامي اسمبلۍ دغه دوه غړي او ځینې نور مظاهره کوونکي ګرفتاره کړل خو څو ساعته ورسته دغه کسان پر ضمانت خوشې شول.

د پاکستان پیپلز ګوند یوې مخکښې او پخوانۍ سېنېټرې شیري رحمان پر ټویټر لیکلي، د پاکستان تحریک انصاف د پلویانو لخوا په سیند هاوس د ورانکارۍ او ویجاړۍ وحشتناکې صحنې د اسلام اباد په حساسه سیمه کې ولیدل شوې. نوموړې وايي، د پي ټي ايي پلویان ځکه داسې ګامونه وچتوي چې هغوی خپل حکومت نه شي ژغورلی.

د پاکستان پیپلز ګوند د سیند اسمبلۍ غړي شرجیل مېمن د مارچ پر ۱۸مه، په اسلام اباد کې د دغه پېښې وروسته میډیا ته ویلي چې په سیند هاوس حمله دوی په سیند صوبې حمله ګڼي او باید د دغې حملې تورن کسان له سزا سره مخامخ شي.

دا له هغې وروسته ده چې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف ځينې غړي د اسلام اباد په سيند هاوس کې له څو ورځو راهيسي دېره دي. حکومتي وزيران پر مخالفو ګوندونو تور پورې کوي چې د دوی دغه غړي یې تښتولي او په سيند هاوس کې يي بند ساتلي دي. خو دغه غړي او د پاکستان پیپلز ګوند مشران دغه تورونه ردوي او وايي چې هغوی پخپله خوښه دلته اوسېږي.

XS
SM
MD
LG