د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دوو اپوزیشن ګوندونو د ملي امنیت د لومړۍ تګلارې مخالفت وکړ


د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالان وايي، د ملي امنیت پر تګلاره په پارلېمان کې بحث نه دی شوی - انځور له ارشیفه
د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالان وايي، د ملي امنیت پر تګلاره په پارلېمان کې بحث نه دی شوی - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د اپوزیشن دوو لویو ګوندونو ویلي، حکومت د هغه هېواد پارلېمان د ملي امنیت تګلارې له جوړولو نه دي خبر کړي نو ځکه یې احتجاجاً مخالفت کوي.

دا خبره د پاکستان مسلم لیګ (ن) او پيپلز ګوند دوو مخکښو مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۹مه تر هغې یوه ورځ وروسته مشال راډیو ته کړې چې د پاکستان کابینې د هېواد د قامي سلامتیا لومړۍ څلور کلنه تګلاره منظوره کړه. تر هغې مخکې د ډېسېمبر پر ۲۷مه وزیراعظم د ملي امنیت شورا په غونډه کې پالیسي تایید کړې وه.

د مسلم لیګ (ن) مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی احسن اقبال وايي، ملي تګلارې د ولس په استازیتوب جوړېږي. "ګورئ، قامي پالیسي هغه وخت ملي شي چې د جوړېدو پر وخت یې له اړوند کسانو سره سلا مشورې وشي. د حکومت د ملي امنیت پر تګلاره نه په پارلېمان کې بحث شوی او نه یې د اپوزیشن ګوندونو باور ترلاسه کړی دی. تر تړلو دروازو شا ته چې پالیسي جوړه شي، ورته قامي تګلاره نه شي ویل کېدای."

ورته خبره د پاکستان پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي هم وکړه او زیاته یې کړه چې دا د هېواد د وزیراعظم "سیاسي او اخلاقي ذمه واري" وي چې په پارلېمان کې له ټولو ګوندونو سره سلا مشوره وکړي خو وزیراعظم عمران خان داسې و نه کړل.

د واکمن تحریک انصاف ګوند یو سېنېټر د اپوزیشن د سیاستوالانو څرګندونې ردوي. فدا محمد مشال راډیو ته وویل، اوسمهال د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډې روانې دي او پکې له مخالفو ګوندونو سره سلا مشورې روانې دي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د ډېسېمبر پر ۲۸مه پر ټوېټر په بیان کې د تګلارې منظوري تاریخي بریا وبلله.

د ملي امنيت دا لومړۍ څلور کلنه پاليسي به له ۲۰۲۲ز کاله عملي کېږي.

د معيد يوسف په وينا، د ملي امنيت تګلارې موخه د پاکستانيو وګړو اقتصادي امنيت، د هغوی ساتنه، خونديتوب او وقار باوري کول دي.

XS
SM
MD
LG