د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وايرس پېښې يو ځل بيا مخ په زیاتېدو دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا د ناروغانو شمېره په ډېرېدو ده او دې وایرس د ډېسېمبر د ۳۰مې او ۳۱مې ترمینځ په یو شواروز کې نور ۵۱۵ کسان ځپلي دي.

د پاکستان د روغتیا قامي ادارې په یو بیان کې ویلي چې د ډیسېمبر پر ۳۱مه، په اسلام اباد کې د یوې کورنۍ ۱۵ غړي او بیا په کراچۍ کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي د کورونا وايرس نوې بڼې اومیکرون ځپلي دي.

یاده اداره وايي، هڅه کوي چې وایرس نور خپور نشي او پر ولس یې غږ کړئ چې ماسکونه وکاروي او د روغتیا اصول عملي کړي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په عین حال کې د راولپېنډۍ د روغتیا چارواکو د اومیکرون د مشکوکه رنځورانو نمونې د روغتیا قامي ادارې ته لیږلي دي.

د سرکاري شمېرو تر مخه په پاکستان کې تر دې دمه په ۱۲ لکــه، ۹۵ زره، ۳۷۶ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی دی. وایرس تر اوسه ټول ۲۸ زره ۹۲۷ کسان وژلي خو ۱۲ لکه، ۵۶ زره ۳۳۷ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

بل پلو پاکستاني چارواکي وايي چې د کورونا واکسینو د ورکولو لړۍ هم په ملک کې په تېزۍ سره پر مخ روانه ده. د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر اسد عمر د ډېسېمبر پر ۳۱مه پر ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې تر اوسه له ۷۰ ملیونو نه زیاتو کسانو ته د کورونا بشپړ واکسین ورکړل شوي دي.

د پاکستان حکومت د واکسينو دغه شمېره په داسې حال کې اعلان کړې ده چې بل لوري ته په ملک کې د کورونا وايرس اومېکرون بڼې کېسونه هم مخې ته راغلي دي. د پاکستان د روغتيا ملي ادارې د ډېسېمبر پر ۲۸مه په ټول هېواد کې د اومېکرون د ۷۵ کېسونو تصديق کړی و.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو.

په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړۍ پېښه د۲۰۲۰م کال د فېبرورۍ پر ۲۶مه مخې ته راغلې وه او لومړی تن ترې د مارچ پر ۱۸مه، د مردان په منګا کلي کې مړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG