د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریحام خان وايي پر موټر یې برید شوی دی


د ریحام خان سېکرټر وايي، په تاڼه کې یې د پېښې رپورټ درج کړی دی - انځور له ارشیفه.
د ریحام خان سېکرټر وايي، په تاڼه کې یې د پېښې رپورټ درج کړی دی - انځور له ارشیفه.

خبریاله او د سیاسي چارو شنونکې ریحام خان وايي، اسلام اباد ته د تګ پر وخت یې پر موټر برید شوی دی.

ریحام خان د جنورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې د اتوار (یکشنبې) پر ماښام ناوخته په راولپېنډۍ کې د خوريي له واده څخه اسلام اباد ته روانه وه چې د شمس کالونۍ په حدودو کې دوو موټرسايکل سپرو یې پر ګاډو ډزې وکړې.

نوموړې وویل، پر کوم موټر چې ډزې شوې وې دا په هغه کې نه وه او ترې ښکته شوې وه.

نوموړې زیاته کړه چې تر برید لاندې راغلي موټر کې یې ډرېور او سېکرټر ناست ول چې زیان ورته نه دی رسېدلی.

د هغې سېکرټر بلال عظمت وايي، په تاڼه کې یې د پېښې رپورټ دایر کړی دی.

ريحام خان زیاته کړه چې نه پوهېږي دا بريد پر هغې د خپل کار له امله شوی او که غلو کړی دی خو د نوموړې په وينا، غواړي پولیس یې په اړه پلټنې وکړي.

نوموړې پر ټوېټر د اسلام اباد د پولیسو ستاینه کړې چې د دې پېښې لومړنی معلوماتي رپورټ (اېف ای ار) یې درج کړی دی.


پاکستانۍ اصله برتانوۍ خبرياله ريحام خان د پاکستان د اوسني وزيراعظم عمران خان پخوانۍ مېرمن ده.

دوی د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې واده کړی وو خو د هم هغه کال په اکتوبر کې سره بېل شوي ول.

ریحام خان په دې اړه يو داسې کتاب هم ليکلی چې د عمران خان د پلویانو له خوا ورباندې ډېرې نیوکې شوې وې او هغه یې پر دروغو تکیه کوونکی کتاب ګڼلی وو.

ریحام خان پر ټولنيزو رسنيو ډېره فعاله ده او د عمران خان پر سياست نيوکې کوي.

نوموړې په پاکستان کې د "ریحام خان فاونډېشن" په نامه د خیرښېګړې یو بنسټ هم لري.

XS
SM
MD
LG