د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان د بندي وګړو لیستونه تبادله کړل


واګا سرحد: پاکستان او هندي پوځيان د بیرغ اوچتولو په مراسمو کې - انځور له ارشیفه
واګا سرحد: پاکستان او هندي پوځيان د بیرغ اوچتولو په مراسمو کې - انځور له ارشیفه

هند او پاکستان د جنورۍ په لومړۍ نېټه د يو بل د هغو وګړو لیستونه سره تبادله کړل، چې په دغو هېوادونو کې بندیان دي.

د دواړو رقیبو هېوادونو پاکستان او هند د اعلامیو له مخې دوی، د خپلو ايټمي شتمنیو او بنسټونو لیست هم د هغې موافقې له مخې چې درې لسیزې مخکې یې لاسلیک کړې ده، له یو بل سره شریک کړي دي.

په ۱۹۴۷م کال له بریتانیا د هند او پاکستان تر خپلواکۍ اخیستو وروسته د کشمیر لانجمنې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي دي.

د ایسوسیټيډ پریس اژانس د يو راپور تر مخه، پاکستاني چارواکو د جنورۍ په لومړۍ نېټه د ۶۲۸ هندي بندیانو لیست په اسلام اباد کې د هند وتلي ډیپلومات ته وسپاره. په دې ډله کې ۵۷۷ هغه کب نیوونکي دي، چې د پاکستان په اوبو کې په غیرقانوني ښکار تورن دي.

پاکستان او هند په ۲۰۰۸م کال کې د شوې موافقې له مخې، هر کال په جنورۍ او جولای میاشتو کې دغسې لیستونه تبادله کوي او هر هېواد د مقابل هېواد قونسلګرۍ ته اجازه ورکوي، چې له خپلو بندیانو سره وګوري.

په همدې حال کې هند هم له پاکستان سره د هغو ۲۸۲ پاکستاني وګړو لیست شریک کړ، چې په هند کې بندیان دي. په دې ډله کې ۷۳ تنه یې کب نیوونکي دي. نه هم هند او نه پاکستان په خپلو زندانونو کې د سیال هېواد د ملکي بندیانو په اړه نور تفصيل ورکړی دی.

هند د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې پاکستان ته د ۲۶۳ بندیانو لیست سپارلی و، چې له دې ډلې ۷۷ تنه یې کب نیوونکي وو.

پاکستان هم تېر کال د هغو ۲۷۰ هندي کب نیوونکيو او نورو ۴۹ وګړو لیست چې د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل نوي دهلي ته سپارلی و.

هند او پاکستان هغه کب نیوونکي چې د دواړو هېوادونو له سمندري حدودو اوړي، نیسي. دغه کب نیوونکي چې د لارې د موندلو پرمختللي وسایل نه لري د ښه ښکار په نیت کله- کله له ټاکل شویو حدودو اوړي. دغه بندیان د دواړو هېوادونو ترمنځ تر یو لړ مذاکرو وروسته خوشې کېږي، خو د ایسوسیټيډ پریس اژانس تر مخه، ځینې یې کلونه- کلونه له رسمي مقدمې پرته په زندانونو کې ساتل کېږي.

د اسلام اباد او نوي دهلي ترمنځ اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې، چې هند په ۲۰۱۹م کال کې تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر ځانګړی حیثیت چې په اساسي قانون کې درج شوی و، ختم کړ. پاکستان پر دې سيمه د ملکيت دعوه لري خو هند یې ردوي او وايي کشمیر یې نه بيلیدونکې سیمه ده.

XS
SM
MD
LG