د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند ځيني هندوان د "مذهبي سيلګرۍ" په ترڅ کې پاکستان ته تللي


د لاهور په يو مندر کې يوه هندوه عبادت کوي - انځور له ارشیفه

پاکستاني چارواکي وايي د مذهبي سيلګرۍ په لړ کې ځيني هندوان، په پاکستان کې د خپلو مقدسو ځايونو کتلو لپاره ورغلي دي.

د پاکستان د هندو کونسل مشر او واکمن تحريک انصاف ګوند قامي اسمبلي غړي ډاکټر رميش کمار وانکواني د جنورۍ پر دويمه نيټه مشال راډيو ته وويل چې دا لومړي ځل دی چې په پاکستان کې د مذهبي سيلګرۍ په نامه لړۍ پيل شوې. د هغه په خبره دا د هندوانو څلور ورځنۍ دوره ده.

د خوشالۍ ورځ ده چې هندوان له نورو هېوادونو پاکستان ته د زیارت لپاره راځي
ډاکټر رمیش کمار

نوموړي وويل چې هندوان به د خيبر پښتونخوا کرک ضلعې ټېري سيمه کې د شري پرم هنس جي مهاراج زيارت کې غونډه کوي. "دا د خوشالۍ ورځ ده. د پاکستان د تاريخ په ۷۴ کالو کې په لومړي ځل مذهبي سيلګري شروع کېږي. دا د هند او نورو هېوادونو څخه پيليږي خو په ځانګړي توګه د هند وګړي دلته راځي نو دا لوی بدلون دي."

د کرک په ټېري سيمه کې د ۲۰۲۰ز کال د دیسمبر پر ۳۰مه بلواګرو د هندوانو زيارت سوځولي وو. دې پېښي په ملک کې پراخ غبرګونونه راپارلي وو. د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ګلزار احمد د دې پېښې نوټس اخيستی وو او د هندوانو زيارت بيا جوړولو لپاره يې صوبايي حکومت ته امر ورکړي وو.

د پاکستان هندو کونسل مشر وانکواني د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په ويډيويي بيان کې ويلي چې ۱۵۹ زيارت کوونکي د واهګې پولې او يو شمېر نور د متحده عربي اماراتو له لاري مستقيماً پېښور ته رسيدلي. ده البته په پېښور کې باچا خان هوايي ډګر ته د رسيدلو هندوانو شمېر ونه ښود.

ټاکل شوي چې دا هندوان به خپل څلور ورځني سفر کې ګوردواره پنجه صاحب حسن ابدال، کټاس راج مندر، راجا رنجيت سنګ سمادهي او نورو مذهبي ځايونو ته هم ورشي.

بلخوا په پېښور کې د هندوانو ټولنې يو مشر هارون سرابديال د جنورۍ په دويمه مشال راډيو ته وویل چې د هندوانو هرکلي کوي. "موږ هيله لرو چې مذهبي سيلګرۍ سره به خيبر پښتونخوا او نورو سيمو ته په هره څانګه کې وده ملاو شي. دغه شان سفرونو يا زيارت کولو سره به مذهبي هم اهنګي زیاتيدو تر څنګ مقامي کاروبارونو ته ګټه هم رسيږي."

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۹ز کال په پاي کې پاکستان د مذهبي ازاديو د سرغړونو پر سر د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په لیسټ کې اچولی وو. د پاکستانيو هندوو نجونو په جبري ودونو ځانګړې اندېښنه ښودل شوې وه. تېر کال په پاکستان کې مذهبي لږکيو د بشري حقونو نړيواله ورځ له دې امله د تورې ورځې په توګه لمانځلې وه چې په وينا یې دوی مذهبي ازادي نه لري. خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د هېواد ټول وګړي له مذهبي ازاديو برخمن دي.

د ۲۰۱۷ز کال له سر شمېرني سره سم د پاکستان ابادي شاوخوا دوه سوه اته ۲۰۸ ميليونه ده. په دوی کې دوه فيصده وګړي‌ يې هندوان دي.

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:27 0:00

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG