د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د حافظ سعید په سزا کولو پاکستان وستایلی


د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد

امريکا د پاکستان له لورې د جماعت الدعوه مشر ته د سزا ګام ستايلی دی.

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد يوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد ته د ترهګرۍ مالي ملاتړ په تور په دوو کېسونو کې ۱۱ کاله سزا واوروله.

د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستيالې وزيرې اېلس وېلز پر ټویټر پاڼه ليکلي چې حافظ سعيد او د هغه ملګری مجرم ګرځول يو مهم پرمختګ دی.

اې ايف پي خبري اژانس د حافظ سعيد د وکيل، عمران ګيل له خولې ليکلي چې سعيد د ناقانونه ډلې د غړيتوب او غیرقانونه جايداد درلودو له امله سزا شوی دی.

هند پر حافظ سعيد تور پورې کوي چې دغلته له وسله والو ډلو سره د حملو په کولو کې مرسته کوي.

نوموړي ته دا سزا په داسې وخت کې اورول شوې چې د فبرورۍ پر ۱۶مه د ترهګرو د مالي سرچينو او تورو پېسو سپينولو مخنيوي نړيواله اداره، ايف اې ټي ايف غونډه لري.

دې ادارې پاکستان د ترهګرو مالي سرچينو خلاف د سم کار نه کولو له وجې په خړ ليسټ کې اچولی او په دې غونډه کې به پرېکړه کوي چې له دې ليسټه يې وباسي او که یې تور لیسټ ته ورواچوي.

حافظ سعيد پروسږ کال د جولای په مياشت کې په دې تور نيول شوی وو چې ترهګرو ته يې مالي سرچينې برابرولې خو هغه له دې تورونو انکار کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG