د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان وايي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان همکارۍ ته دوام ورکوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر هوايي ډګر ولسمشر اردغان ته ستړي مه شي وویل
د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر هوايي ډګر ولسمشر اردغان ته ستړي مه شي وویل

اسلام اباد - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي هېواد یې له پاکستان سره ستراتیژیک او سوداګریز تعلقات پراخول غواړي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت به یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې له پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ده د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې د هند تر واک لاندې د کشمیر اییني او قانوني حیثیت بدلېدو موضوع هم یاده کړه او ویې ویل چې په دې اړه له پاکستان سره ولاړ دی.

اردغان د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) د څار له خړ لېسټه د پاکستان نوم د ایستلو په برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.

نوموړي د سرمایه کارۍ په برخه کې د پاکستان د حکومت لخوا د اخیستل شویو ګامونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې "اقتصادي ښه والی په یوه ورځ کې شونی نه دی" بلکې دوامداره هڅو ته اړتیا لري.

اردغان وویل، له یوه لوی پلاوي سره پاکستان ته ورغلی چې ورسره سوداګریز اړیکي پراخه کړي او د پانګوونې او د بېخبنا یا انفراسټرکچر په برخه کې به هم بحثونو ته دوام ورکړي.

ترک ولسمشر زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو اړوند چارواکي به د ستراتیژیکو اړیکو پراخولو شپږمه غونډه هم کوي.

د ذکر ده چې رجب طېب اردغان دا څلورم ځل دې چې د پارليمان ګډې غونډې ته يې وينا وکړه. نوموړي په ۲۰۰۹، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کال کې هم د پارليمان ګډې غونډې ته ويناګانې کړې وې.

له غونډې وروسته د وزير اعظم سلاکار ارباب شهزاد له مشال راډيو سره خبرو کې وويل ترکي په هر مشکل وخت کې له پاکستان سره درېدلې او طیب اردغان د نننۍ وينا نه يو واري بيا په ډاګه شوه چې ياد ملک له پاکستان سره خپلو اړيکو ته څومره اهميت ورکوي.

د جميعت علمای اسلام ف ګوند پارليماني استازی مفتي شکور وايي ترکي خو خپله پاليسي واضحه کړه نو پاکستان له هم پکار ده چې د دوه مخی سیاست پرېږدي ځکه چې ياد ملک کله دريځ لري چې سعودي عرب سره دی او کله وايي چې ترکي سره کلک ولاړ دی خپله پاليسي په ډاګه کولو سره دواړو سره دې خپلې ښې اړيکې وساتي.

د يادونې ده چې رجب طېب اردغان د وزيراعظم عمران خان په بلنه د فېبرورۍ پر ۱۳مه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی او نوموړي د زيارت په ماښام له خپل پاکستاني سيال عارف علوي سره وليدل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG