د پرویز مشرف له خوا د لاهور په های کورټ کې په داخل کړل شوي درخواست کې غوښتنه شوې چې هغه ته اورول شوې د مرګ سزا دې کالعدم وګرځول شي.
وکیل نور عالم خان، وايي که پر فردوس عاشق اعوان، د قانون وفاقي وزير او نورو چارواکو د عدالت سپکولو تورنه ثابت شول نو د شپږو کالو د قید سزا ورته کېدای شي
ملګرو ملتونو د سولې نړیوال نوبېل جایزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د دې لسيزې تر ټولو کم عمره مشهوره جينۍ ګرځولې.
پر پاکستان زیاتره وخت هلته د لږکیو سره د توپیري چلند او پېغمبر ته سپکاوي په قانون کې د مرګ په سزا انتقادونه کیږي.
ملتپاله ګوندونه له پخوا راهیسې دا غوښتنه کوي چې وفاقي حکومت دې د خیبر پښتونخوا صوبې ته د بجلۍ او اوبو د وسایلو په بدل کې خپل حق ورکړي او موجوده حکومت دې زر تر زره د اېن اېف سي اېوارډ غونډه هم راوبولي.
احسن اقبال وويل، له نیبه یې غوښتنه ده چې د ناروال سپورټ کمپليکس مقدمه دې د رسنيو پر وړاندې وچلوي او هر څه چې ترې پوښتي هغه دې د کېمرو مخې ته وکړي
د امریکايي پوځي مرستې دا پروګرام ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسلام اباد د دې تور لګولو پس کنګل کړ چې ویل یې پاکستان دترهګرۍ پروړاندې کافي اقدام نه کوي.
د پاکستان دوو اپوزېشن ګوندونو يو ځل بيا پر حکومت غږ کړی چې خپله د غچ اخیستنې پاليسي دې پرېږدي.
په پاکستان کې خلک هر کال په ژمي کې د ګيس او په اوړي کې د بجلۍ کموالي سره مخ وي چې پرضد يې کله نا کله احتجاجي مظاهرې هم کوي.
مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر احسن اقبال ويلي چې رهبر کمېټۍ به راتلونکې مياشت کې په پالېمان کې د ننه بدلون لپاره سياسي هلې ځلې پیلوي.
د مذهب سپکاوي موضوع دومره حساسه ده چې که يو ځل پر چا دغه تور پورې شي نو که وروسته درواغ هم ثابت شي، د هغه کس او د کورنۍ د ژوند کولو ټول امکانات صلب شوي وي.
بلاول بوټو زرداري د ډېسېمبر پر ۲۱مه په پېښور کې د ګوند غړو ته په وینا کې وویل، د احتساب قامي اداره پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف جوړه کړې وه
نور وښیئ