د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستاني پوځ ته خپل ځنډولی روزنیز پروګرام بیا-پیلوي


اېف ۱۶ جنګي الوتکه په اسلام اباد کې د پوځي مشق پرمهال. دا د امریکا جوړې الوتکې دي.

امریکا پاکستان ته په خپل یوه برخه پوځي روزنیز پروګرام کې د بیا-ګډون اجازه ورکړې ده چې دوه کاله وړاندې یې ورسره ځنډولی وو.

د امریکايي پوځي مرستې دا پروګرام ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسلام اباد د دې تور لګولو پس کنګل کړ چې ویل یې پاکستان دترهګرۍ پروړاندې کافي اقدام نه کوي.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه اعلان شوې دغه پرېکړه د دواړو هېودونو په ترینګلیو اړیکو کې نرمي څرګندوي.

د ۲۰۱۷ز کال په سېپټېمبر کې امریکا ویلي ول نیت یې کړی چې له پاکستان سره خپله پوځي مرسته تر هغو ودروي چې تر څو هغه د ټرمپ په وینا یې په دغه هېواد کې د افغانستان ضد وسله والو تندلارو ډلو د ''خوندي ځایونو'' نابودلو لپاره کوټلي ګامونه نه وي اخېستي.

د امریکا له خوا پاکستان ته شاوخوا دوه اربه ډالره پوځي مرسته لا هم ځنډونۍ ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG